کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په بغلان او بدخشان ولایتونو کې یو وار بیا سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولی دی.
د خبر پر بنسټ د بغلان په ګذرګاه نور او د بدخشان په شهدا ولسوالیو کې یو ځل بیا ویجاړوونکو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولی دی.
د مسوولینو په وینا یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله کورونه، کرنیزې ځمکې او کانالونه ویجاړ شوی، خو د مرګ – ژوبلې په اړه څه نه دی ویل شوی.
تر دې وړاندې د بامیانو ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې هم سېلابونو د دوو کورنیو ۷ غړی مړه او لس نور تری تم کړی وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ