د چین او افغانستان دوستانه اړیکې؛ وانګ یې یې پر دوام ټینګار کوی

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۹مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی ویلی چې هېواد به یې له افغانانو سره دوستانه تګلارې او د دغه هېواد د ټولګډونه سیاسی جوړښت ملاتړ ته دوام ورکړی.
نوموړی له سینهوا خبری اژانس او سی ایم جی سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې اوسمهال افغانستان د اقتصاد، د خلکو د ژوند، امنیت او ادارې په برخو کې له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دی.
هغه ټینګار کړی، چین به له ټولو افغانانو سره دوستانه تګلارې ته دوام ورکړی او د افغانستان د ټولګډونه سیاسی جوړښت، د کورنیو حالاتو د ارامولو او بیارغونې په برخو کې به ورسره مرسته وکړی.
وانګ یې دغه راز ویلی د نړۍ لوی هېوادونه چې د افغان مسئلې د حل کولو مسوولیت لری، باید د دغه هېواد د ستونزو په هواری کې د عدالت پر اصولو ټینګار وکړی او خپلې پټې ګټې په پام کې ونه نیسی.
دغه لوړپوړی چینایی چارواکی ویلی چې نړۍ باید له زور څخه ناوړه ګټه پورته نه کړی او په بې باکانه ډول پر دغه جګړه ځپلی هېواد بندیزونه ونه لګوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.