اروپایی ټولنې له پاکستانه غوښتی، چې د افغان کډوالو د ډله‌ ییزې ایستنې لړۍ ودوری

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپایی ټولنې یوه چارواکی له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله‌ ییز جبری اخراج د لړۍ د درېدو غوښتنه کړې.

د خبر پر بنسټ د منځنی ختیځ، جنوبی، لوېدیځې او مرکزی آسیا لپاره د اروپایی کمېسیون مشر آنډریاس پاپاکونستانتینو پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې په افغانستان کې یې له پاکستان څخه په جبری ډول له ایستل شویو افغان کډوالو سره کتلی دی.

هغه ویلی، اروپایی ټولنه د ناروې د کډوالۍ شورا په همکارۍ دغو راستنېدونکو ته اساسی مرستې برابروی.

له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، چې ورسره له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلی، پاکستان د سپټمبر میاشتې له ۱۵ مې راهیسې چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ یې پیل کړې، تر ۶۳ زره او ۹ سوو نه ډېر افغانان ایستلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.