د ګهیځ نوی غږ!

سردارمحمد دیندارخېل د ګهیځ ټولنې مشر

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، مطبوعاتی، فرهنګی او رسنیزه ټولنه ده چې د هېواد په فرهنګی او رسنیزه بیا رغونه کې د فعالې ونډې اخیستنې په موخه د دې ډګر د څو تنو فعالینو له خوا را منځ ته شوې ده او د ۱۳۹۳ لمریز کال د جدی په میاشت کې یې خپل رسمی فعالیت په پلازمېنه کابل کې پیل کړ او تر دې دمه د هېواد د قلم والو او خبریالانو په پله د ګام اخیستو هڅه کوی.

 

ټولنه ولې«ګهیځ» ونومول شوه؟

رسنۍ په یوه ټولنه کې څلورمه قوه ګڼل کېږی او اغېز یې هم په ټولنه ډېر زیات دی، ځکه نو دلته هم د رسنیز ډګر څو تنه ژمن ملګری او د دین او هېواد سره مینه درلودونکی شخصیتونه سره راټول شول او هڅه یې وکړه تر څو خپل دین او هېواد ته لدې لارې خدمت وکړی.

د ټولنې لپاره د «ګهیځ» نوم هم پدې غوره شو چې شهید منهاج الدین ګهیځ په افغانی رسنیو کې د څلویښتمې لسیزې یو ځلانده نوم ؤ او هغه مهال یې په هېواد کې د چپی سیاسی کړیو او رسنیو په منځ کې ګهیځ جریده د یوه ځلانده ستوری په توګه وځلېده.

 

د ټولنې بنسټګر:

عبدالظاهرحمیدی، احمدضیاء رحیمزی، سردار محمد دیندارخېل، قدرت الله جاهد، محمد شعیب قریشی، نقیب الله حمید، عبدالفتاح جواد، ډاکټر وحیدالله مصلح، ډاکټر غنچه ګل ارمان، محمد اکبرموحد، عزیزاحمد حنیف، محمد الفت صافی او نقیب الله حیات.

دغه ټولنه د هېواد په ګڼو ولایتونو؛ لکه: کابل، ننګرهار، هرات، کندز، خوست او بلخ کې فعالیت کوی چې تر اوسه یې د غړیو شمېر لسګونو تنو ته رسېږی.

 

د ټولنې موخې:

گهیځ ټولنه د خپلې اساسنامې د اوومې مادې پر بنسټ د لاندې موخو لپاره فعالیت کوی:

د هېواد په بیا رغونه کې د رسنیز کار له لارې ونډه اخیستنه.

په داسې بڼه د ځوان نسل روزنه چې دینی او ملی ارزښتنو ته ژمن وی.

د خلکو د پوهې او معلوماتو د سطحې لوړول او په خلکو کې د عامه پوهاوی او د ویښتابه رامنځته کول.

د افکارو د تبادلې لپاره د متقابل درناوی د اصل په رعایت سره په آزاده فضا کې زمینه برابرول.

د رسنیو او کلتور د ودې په موخه بېلابېلو اړخونو ته د سلا مشورو او د علمی طرحو وړاندې کول، د اسلامی او ملی ارزښتونو په چوکاټ کې د ادب او کلتور په وده کې ونډه اخیستنه.

په ټولنه کې د اسلامی فرهنګ او ملی اصیلو ارزښتونو ساتنه، خپراوی او پراخول.

د لیکوالانو او ژورنالیستانو د مسلکی او کاری وړتیاوو پیاوړی کول.

له اسلامی ارزښتونو څخه ملاتړ او د هغې ساتنه او پالنه.

 

ارزښتونه:

ګهیځ په خپلو ټولو فعالیتونو کې لاندې ارزښتونه په نظر کې نیسی:

۱- ایمان او دینداری؛

۲- مسؤولیت پېژندنه؛

۳- امانت؛

۴- وطن دوستی؛

۵- شوراییت؛

۶- ټولنیز عدالت؛

۷- قانونمندی؛

۸- ملی ګټې؛

 

د ټولنې د غړیتوب شرایط:

۱ – د افغانستان د تابعیت درلودل.

۲ – ژورنالیست یا لیکوال او په فرهنګی فعالیتونو کې ونډه درلودل.

۳ – له ښه شهرت نه برخمن توب، ملی او اسلامی ارزښتونو ته ژمنتوب.

۴ – د دې ټولنې اساسنامې او نورو لوایحو ته ژمنتوب.

 

د غړیتوب ترلاسه کولو طریقه:

هر څوک چې په پورتنیو شرایطو برابر وی، د ټولنې له مرکزی یا سیمه ییز دفتر څخه د غړیتوب فورمې ترلاسه کولو وروسته، ځان د دې ټولنې غړی ګڼلای او د ټولنې په فعالیتونو کې ونډه اخیستلای شی.

 

د غړی مکلفیتونه:

د ټولنې په غونډو او پروګرامونو کې په منظم ډول ګډون.

هېواد والو ته د ګهیځ ټولنې د ښې ور پېژندنې او د پرمختګ لپاره کار کول.

د ټولنې اساسنامې او کاری لایحو ته ژمنتوب.

 

کاری وسایل:

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، خپلو ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره له لاندې وسایلو کار اخلی:

علمی کنفرانسونه او سیمینارونه.

د مسلکی کتابونو د لنډیز وړاندې کول او د هغې څېړنه.

د ژورنالیستکی، خبری او ادبی مرکزونو جوړونه.

له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخیستنه.

له ټولو هغه مشـروع وسایلو او امکاناتو ګټه اخیستنه او د هغې کارونه چې لیکوالو او ژورنالیستانو ته زمونږ په پیغام رسونه کې مرسته وکړی.

 

له ورته نورو ادارو سره اړیکې:

 

۱– د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د ټولنو د فدراسیون غړیتوب:

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ثور یا غوایی په شپږمه نېټه د افغانستان د خبریالانو او رسنیو په فدراسیون کې چې د ګڼو ژورنالیستکی او رسنیزو ټولنو یو ګډ چتر ګڼل کېږی، غړیتوب ترلاسه کړی او په غونډو کې یې په منظم ډول برخه اخلی.

 

۲– د افغان ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق د مد یره پلاوی غړیتوب:

د افغان ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق، د افغان ژورنالیستانو او رسنیزو کار کوونکو د مالی ملاتړ یو نا دولتی بنسټ دی چې له زخمی او مریضو ژورنالیستانو او همدارنګه د شهیدو شویو ژورنالیستانو له کورنیو سره د خپلې لایحې مطابق مرسته کوی. د دې صندوق په مدیره پلاوی کې چې له بېلابېلو بنسټونو استازی لری، د ګهیځ ټولنې د مشرتابه یو تن غړی هم د یاد صندوق د مدیره پلاوی غړی دی.

۳– تعلیمی، تحقیقی او ادبی مرکزونو سره اړیکې:

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه له ډېری تعلیمی، تحقیقی او ادبی ټولنو سره د همغږۍ په خاطر ناستې کړی دی او ځینو سره یې د دوه اړخیزه همکارۍ هوکړه لیکونه هم امضاء کړی دی؛ دا  یوه دومداره پروسه ده چې د ګهیځ ټولنې اداره به هڅه وکړی ترڅو د خپلو هېوادوالو د لا ښه خدمت په موخه له ټولو تحصیلی، تحقیقی او ادبی مرکزونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړی.

 

زونی فعالیتونه:

د ګهیځ ټولنې مرکزی ادارې وغوښتل چې له مرکز څخه بهر هم خپل فعالیت ته پراختیا ورکړی چی  ټولنه دم ګړۍ د هېواد په څلورو زونونو کې خپل استازی لری او فعالیتونه یې په ښه توګه پر مخ روان دی:

– ختیځ زون: ننګرهار

– سویل لوېدیځ زون: هرات

– شمال ختیځ زون: کندوز

– شمال زون: بلخ

– سویل ختیځ زون: خوست

 

مرکزی فعالیتونه

 

– ګهیځ مهالنۍ مجله:

په حاضر وخت کې د لیکوالۍ او ژورنالیزم په برخه کې کومه ځانګړې مجله یا خپرونه نه تر سترګو کېږی، ځکه نو د ګهیځ ټولنې مشرتابه پلاوی پرېکړه وکړه چې باید ټولنه یوه تخصصی مجله ولری ترڅو د ژورنالیزم او لیکوالۍ په برخه کې اوسنی او راتلونکی نسل ته ګټه ورسوی، نو ادارې د ګهیځ مهالنۍ مجلې بنسټ کېښود چې الحمد لله لومړۍ ګڼه یې د ۱۳۹۷لمریز کال د سنبلې په ۳۱ مه نېټه چاپ شوه او تر دې دمه اته (۸) ګڼې چاپ شوې دی؛ د مجلې ټول مضامین د لیکوالۍ او ژورنالیزم په اړه وی.

 

– ګهیځ ویب پاڼه (gaheez.af):

د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ او د آنلاین رسنیو اهمیت ته په کتو سره د ګهیځ ټولنې ادارې د ګهیځ ویب پاڼې په جوړولو سره آنلاین خپرونې هم د ۱۳۹۷ لمریز کال د قوس په ۱۵نېټه پیل کړې.      د ګهیځ ویب پاڼه هم یوه مسلکی ویب پاڼه ده چې موضوعات یې د ګهیځ مجلې په شان په ژورنالیزم او ادبیاتو پورې اړوند دی.

 

– ګهیځ خبری ګروپونه:

ګهیځ ټولنه په واټسپ او ټلګرام کې د ګهیځ په نامه خبری ګروپونه لری چې د هېواد د مهمو ملکی او نظامی ادارو او ټولو ولایتونو ویاندویان او آزاد ژورنالیستان یې غړی دی او له ټول هېواد څخه تازه خبرونه پکې خپرېږی.

 

– کتابتون:

ګهیځ ټولنه په خپل مرکزی دفتر کې یو مناسب کتابتون لری چې تر ډېره بریده د ژورنالیزم او لیکوالۍ اړوند کتابونه پکې موجود دی، همدارنګه پر ژورنالیزم او لیکوالۍ سربېره ګڼ نور علمی او تحقیقی کتابونه هم په دغه کتابتون کې د لوستوالو او مینه والو په خدمت کې دی.

پدې توګه ګهیځ ټولنې په تېره موده کې د خپلو محدودو مالی امکاناتو او ګڼو نورو محدودیتونو سره د خپلو دینی ارزښتونو او فرهنګی ویاړونو د ژوندی ساتلو په لار کې پداسې حال کې مبارزه کړې چې هېواد او ولس مو لا د خپلې ځمکې او خپلې

خاورې بشپړ اختیار په لاس کې نه درلود. خو د ستونزو او نا خوالو سره یې تر دې دمه خپله رسنیزه او فرهنګی مبارزه جاری ساتلې، زمونږ دا هڅه او هاند به ان شاء الله دوام لری، خو پدې ستونزمن مزل کې د ملګرتیا لپاره د خپل فرهنګ پال او غیرتی ولس هر اړخیز ملاتړ او لاسنیوی ته هم تل سترګی په لاره یو. درنښت

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.