د شهید استاد منهاج الدین ګهیځ په یاد

ښاغلی امین الدین خان ګهیځ د شهید استاد منهاج الدین ګهیځ مشر زوی دی چې په خبره یې د خپل پلار د ژوند د حالاتو او د هغه د شهادت د صحنې عینی شاهد دی، له هغه سره مو لیدنه د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند په ګذرګاه سیمه کې په هماغه کور کې وشوه چې لسیزی وړاندې یې مبارز پلار د څو مزدورو عناصرو له خوا پکې په شهادت رسېدلی ؤ، که څه هم د زمانې هسکو ټیټو اوس د کور هغه نقشه تر یوه بریده بدله کړې خو بیا هم د ښاغلی امین الدین خان په خبره تر اوسه هم د هغه وخت ځینې نښې نښانې پکې پاتې دی. هغه څه چې په لاندې کرښو کې لولئ، ده په خپل قلم خو زمونږ په غوښتنه لیکلی چې د زړه له کومی یې منندوی یو. «دګهیځ ټولنې اداره»

 

د پلار ژوند او د زوی ځغلند نظر:

شهید الحاج منهاج الدین ګهیځ د الحاج قاضی برهان الدین زوی د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په چهار توت کلی کې دنیا ته راغلی، ګهیځ لومړنی تعلیمات په خان آباد کې کړی او وروسته د کابل دارالمعلمین چې هغه وخت کې یې په پغمان کې موقعیت درلود راغی، کله چې دولسم ټولګی ته ورسېد، د نوموړی د ښه استعداد له مخې چې تل په ټولګی کې اول نمره ؤ او د وخت د ضرورتونو له امله ورته د دولسم ټولګی د فراغت سند ورکړل شو او د معلم په صفت یې په کار پیل وکړ. خو د هغو افکارو له مخې چې ده درلودل له معارف سره جوړ رانغی نو د بغلان ولایت د پلخمری ولسوالۍ په نساجی فابریکه کې یې دنده ونیوله، خو له هغه ځایه چې دی د انقلابی افکارو څښتن ؤ او د ویښ زلمیانو غورځنګ غړی هم ؤ، تر سختو فشارونو لاندې ؤ آن تر دې چې بیا د هغه وخت د حکومت له خوا په کورنی او منطقوی حبس محکوم شو. نو مجبوراً بېرته خان آباد ته لاړ او هلته یې د پلار په ځمکو کې دهقانی کوله، ځکه دی پرته له خان آباد نه بل ځای نشو تللی،کله چې به د کوم ضروری کار لپاره کندوز ته هم تللو، نو د خان آباد له ولسوالۍ څخه به یې اجازه ترلاسه کوله، او کوم وخت به چې د کابل تګ ته ضرورت پیدا شو، نو د ولسوالۍ او ولایت دواړو امر اخیستل ورته ضروری ؤ، بیا وروسته یې د خان آباد په ښار کې د پنبه دانې او پوستکو یو دوکان جوړ کړ او خپل ژوند یې ورباندې تېراوه؛ له ښکار سره یې ډېره مینه درلوده او ښه ښکاری ؤ.

 

په آریانا شرکت کې دنده او د کندهار هوایی ډګر: 

کله چې د افغانستان بادشاه محمد ظاهر خان مشروطه حکومت او اساسی قانون اعلان کړ، نو خلکو ته یو څه آزادی ورکړل شوه، نو «ګهیځ» هم کابل ته راغی او په آریانا افغان هوایی شرکت کې ورته دنده پیدا شوه، چې د کابل په هوایی ډګر کې یې د کارګو په برخه کې کار کاوه، خو څو میاشتې وروسته بیا کندهار ته تبدیل شو هلته یې د هوایی ډګر د کارګو د منیجر په توګه کار کاوه، کورنۍ هم ورپسې ورغله، د کندهار هوایی ډګر کارکوونکو د پاک نفسۍ له امله ورته مولانا ویل او په دې نوم مشهوره شو. خو له بده مرغه د هغه وخت له پان امریکن الوتکې څخه سهواً څه کارګو د کندهار په میدان کې ښکته شوې وه چې د نوموړی هوایی ډګر په هنګرو کې ساتل کېده چې د دې صندقونو (کارګو) نه د استوونکی آدرس معلوم ؤ او نه یې د اخیستونکی یا ترلاسه کونکی، او نه پرې څه لیکل شوی وو، همدارنګه دا هم نه وه معلومه چې په صندقونو کې څه دی.   د «آریانا» د مشر او د هوایی ډګر د مشر په مشوره د یوه صندوق سر خلاص شو چې په صندوق کې ماشیندارې وې، دوی مجبور شول له موضوع څخه رسماً مرکز ته خبر ورکړی، چې بیا مرکز «ګهیځ» تحت الحفظ کابل ته راوغوښت، د صدارت په استخباراتو کې تر تحقیق لاندې ونیول شو، چې بیا وروسته له درې هفتو خوشې شو، خو بیا هم تر دریو میاشتو پورې ده هره ورځ استخباراتو ته حاضری ورکوله، دا لړۍ تر هغه وخته روانه وه ترڅو معلومه شوه چې دا صندوق چې په کندهار کې ښکته شوی ؤ اصلاً باید په لندن کې ښکته شوی وای خو اشتباهاً په کندهار کې ښکته شوی دی. ګهیځ له دغه مشکلاتو خلاص شو او بیا یې په کار پیل وکړ، د آریانا له خوا یې په همدې کال د حج په مراسمو کې برخه واخیسته، څو موده وروسته یې له آریانا سره هم خدای په آمانی وکړه او د ارزاقو او عامه اړتیاو ریاست کې په کار پیل او د تفتیش د مدیر په توګه یې دنده مخ ته وړله، خو د دې سره هم د ده فکر ډېر ناکراره ؤ، څرنګه چې عسکری خدمت یې نه ؤ پوره کړی نو د خدمت لپاره جلب شو او په ټولګټو وزارت کې یې د یوه آزاد عسکر په توګه دنده اجراء کوله، د ژوند د تأمینولو لپاره یې څلور پنځه ځایه کورنی درسونه ورکول او ورځپاڼو ته یې مضامین او مسایل ترجمه کول او نوموړی په دې توګه د خپلې د کورنۍ فقیرانه ژوند مخ ته وړو.

 

د «گهیځ» جریدې د پیل لپاره اقدام:

په افغانستان کې چپی حرکتونه (روسی او چینایی پلوه حرکتونه) په ډېر سرعت سره مخ په وړاندې روان وو. کله چې «گهیځ» په عربستان کې د حج له مراسمو څخه بېرته هېواد ته راستون شو د ده په فکر کې ډېر تغییرات پیدا شوی وو او فکر یې ناکراره ؤ. حتی کله یې چې په ارزاقو کې کار کاوه او ورځپاڼو ته یې ترجمې کولې، د افغانستان علماوو ته یې په یوه خطابیه کې وویل: «اوس چپی حرکتونه په ډېرې چټکۍ سره روان دی، آیا سوسیالستی او سرمایه داری له دین سره څه ارتباط یا تضاد لری؟» خو هېچا هم ځواب ورنکړ. شهید ګهیځ په دې وخت کې د مولانا مودودی د لیدلو لپاره پاکستان ته لاړ، چې کله بېرته له هغه ځایه راوګرځېد ډېر ناکراره ؤ او ډېر فکر به یې کولو، بالآخره مجبور شو په خپله لاس په کار شی د «ګهیځ» جریدې امتیاز یې واخیست او خپله ایډیولوژیکه مبارزه یې د سوسیالیزم، غرب او مطلقه حکومت پر ضد شروع کړه چې دا ډول مبارزه په ځینو ښه نه لګیده او راز راز تبلیغات یې ورپسې کول، کله به جریده سانسور شوه کله به یې چاپ ته نه پرېښودل کېده، خو دی هېڅکله له خپله تصمیم څخه ونه ګرځید. د ګهیځ د جریدې قلمی همکاران مولوی صاحب خالص، استاد عبدالاحد عشرتی، محمد هاشم مجددی، غفوری او ځینې نور وو چې ماته یې اوس نومونه ندی په یاد، خو اکثره سر مقالې او ځینې ژباړې ده په خپله کولې او خپلې لارې ته یې دوام ورکولو.

 

شهید ګهیځ ته د شاه پیغام:

په ۱۵۳۱ کال کې عبدالستار سیرت چې هغه وخت د عدلیې وزیر ؤ «ګهیځ» ته ټېلیفون وکړ چې یو ځل زما دفتر ته راشه، کله چې دی هلته ورغی، عبدالستار سیرت ورته وویل چې ماته ظاهر شاه وظیفه راکړې چې تا سره وګورم، پاچا غواړی چې ته پر خپلو نشراتو بیا کتنه وکړې او یا یې بېخی بند کړې، که ته هر وزارت او یا هره څوکۍ غواړې درکوو یې. ګهیځ په ځواب کې ورته ویلی و چې زما مبارزه ایډیولوژیکه ده، نه د مقام او څوکۍ لپاره، دا زما لاره ده او هېڅ کله خپله لاره نشم پرېښودلی، عبدالستار سیرت ورته بیا دا څرګنده کړې وه چې داسې نشی ستا دا لار ستا له ژوند سره په لوبه بدله شی، ده ورته په ځواب کې ویلی و چې زه له خپلې لارې نشم ګرځیدلی، مرګ او ژوند هم د خدای په لاس کې دی.  تر دې پېښې څه موده وروسته «ګهیځ» ماته وویل، کله چې له پوهنتون څخه رخصت شوې زما دفتر ته راشه، په هغه ورځ کله چې ورغلم، دی د خپل میز تر شا پر څوکۍ ناست ؤ، او په لاس کې کومه ورځپاڼه پرته وه، کله چې ښه ځیر شوم په لاس کې تومانچه هم وه. دواړه سره یو ځای پلی د کور خواته روان شوو، خو ده د سرک کېن اړخ ونیوه، زه یې هم په څنګ کې روان وم. په لاره کې یې راته وویل ډېره موده کېږی چې زه له تهدید سره مخ یم، رنګارنګ ټیلېفونونه راته کېږی او د عبدالستار سیرت سره د خپلو خبرو کېسه یې هم راته وکړه. ویل یې زه ممکن ووژل شم خو په ماشومانو پام کوه چې بې علمه او بې تحصیله پاتې نشی.

 

 

د «ګهیځ» د شهادت واقعه او د سترګو لیدلی حال:

ورځې او شپې تېرېدې تر څو د سنبلې میاشتې ۶۱ مه نېټه راورسېده چې د برات شپه هم وه، زه ماښام ناوخته کور ته راغلم په لاره کې مې څه شفتالو هم اخیستی وو، پلار مې د مهمانخانې خواته روان ؤ ما ترې وپوښتل چې هلته څوک دی؟ ده وویل زمان جان او کوم بل ملګری یې له پېښوره راغلی دی، زه هم ورسره بېرته وګرځېدم، له زمان الدین جان (د پلار د تره زوی مې) او د هغه له ملګری سره مې چې «رحیم» نومیده ستړی مشی وکړل، څو دقیقې ورسره ناست وم بیا ترې ووتلم، دوی ته مې د شپې ډوډۍ هم یوړه. د ډوډۍ لوښی زما ورور «ضیاءالدین» بېرته کورته راوړل. زه خپلې کوټې ته لاړم او په کتاب لوستلو بوخت شوم. نه پوهېږم چې څومره وخت تېر شو، چې یو وار د ټک او ټوک غږ راغی، ما داسې فکر وکړو چې د برات شپه ده نو هلکان به په کوڅه کې پټاقۍ چووی، خو وروسته مې د باروتو بوی حس کړ، سم د لاسه مې ښکاری ټوپک د ګردنۍ سره را واخیست او له کوټې ووتلم چې د حویلۍ د دروازې ګړز مې تر غوږ شو، زه مهمانخانې ته لاړم چې درې واړه زخمیان پراته دی، بېرته په منډه کوڅې ته ووتلم چې موټرونو حرکت کړی ؤ او آخری موټر هم روان شو، چې ما په نښه کړ، دلته مې عشرتی صاحب هم مې مخې ته راغی د ډزونو څخه منصرف شوم، عشرتی صاحب ته مې موضوع وویله، هغه هم بېرته وګرځیده ما یو ټکسی ونیوله کله چې کور ته راغلم چې پولیسو ته ټیلېفون وکړم، ګورم چې ټیلېفون له مرکز څخه غیر فعاله شوی دی، زخمیان مې په موټر کې واچول او علی آباد روغتون ته مو مخه کړه، کله چې روغتون ته ورسېدو د عاجلې شعبې مؤظف ډاکټر په کوم بل مریض مصروف ؤ.

«زمان الدین» خو په لاره کې وفات شوی ؤ خو ګهیځ صاحب ښه ؤ، سم د لاسه مې د عملیات خانې جراحی ډاکټر را پیدا کړ او دی یې په تذکره کې واچوه او د عملیات خونې خواته یې یوړو، کله چې یې ګهیځ صاحب د عملیات خانې خوا ته وړلو، ماته یې اشاره وکړه چې نژدې راشه او چې ورغلم یو امانت یې راته وسپاره.

 

د «شپون» له خولې د پلار د مرګ خبر اورېدل:

کله چې شپون صاحب، ماما ګان، د عمه زامن او نور خپلوان روغتون ته راورسېدل زه د جامو بدلولو په خاطر چې ډېرې په وینو سرې وې یو ځل کور ته راغلم، جامې می بدلې کړې او بېرته روغتون ته ورسېدم، شپون صاحب د عبدالحکېم کټوازی سره چې هغه وخت د کابل امنیتی مشر ؤ، په خبرو لګیا ؤ، ما شپون صاحب ته وویل چې پلار مې څنګه دی؟ هغه راته مخه کړه او وې ویل چې هلکه لکه چې بې پلاره شوې، لالا مې نور ژوندی نه دی. د عبدالحکیم کټوازی مخابره په لاس کې وه او له چا سره په خبرو کې یې وویل چې ګهیځ صاحب او بل میلمه یې (زمان الدین) وفات شول او درېیم کس (بل میلمه) په لاس لګیدلی، لاس یې پانسمان شو هغه روغ دی.  عبدالحکیم کټوازی ټینګار وکړ چې جنازه باید همدا اوس کندوز ته انتقال شی، ما ورته وویل په شپه کې موټر او تابوت څنګه چمتو شی، تر سبا به یو څو روپۍ هم برابرې کړو. هغه بېرته ځواب راکړ چې غم مه کوه دا ټول کارونه موږ کوو، ټول کارونه به جوړ شی.

لنډه دا چې د شپې په یوه بجه موټر او تابوتونه چمتو شول، خپل خپلوان هم را پیدا شول او د کندوز لوری ته مو حرکت وکړ، کله چې موږ حرکت وکړ تر جبل السراج پورې د پولیسو موټرو تعقیبولو، وروسته تر هغې نه پوهېږم چې دا تعقیب تر کومه ځایه راپسې ؤ او که نه؟ خو سبا ورځ یوولس بجې (۱۱) کلی ته ورسېدو، ټول کلیوال او د خان آباد دوستان او خپلوان خبر شوی وو، میت ومینځل شو او بیا د ښار محب الله خان جامع جومات کې لمونځ اداء او د چهار آسیاب په پلارنۍ هدیره کې خاورته و سپارل شو. وروسته تر مراسمو کابل ته راغلو د شاه دو شمشېره په جومات کې یې فاتحه واخیستل شوه، سبا ته حضرت صاحب صبغت الله مجددی فاتحه ګیری وکړه او د فاتحې په آخر کې یې یوه احساساتی وینا هم وکړه.  دا ؤ د ګهیځ صاحب د ژوند او شهادت لنډه کېسه.

 

د «ګهیځ» د ترور د دوسیې څېړل:

دوه درې ورځې وروسته د زاړه ښار د امنیې قوماندانۍ اداری معاون«عبدالرشید عسکرزاده» راته ټیلېفون وکړ او ویل یې چې: «زه د قتل د څېړلو مسوؤل یم او کور ته درځم، چې ځینې معلومات مې په کار دی…»، یو ساعت وروسته دی راورسېد، وروسته له ځینو پوښتنو یی د ګهیځ د کتابو المارۍ و پلټله که چېرې کوم سند پیدا کړی چې پیدا نشو، عسکرزاده او ملګری یې له کوره ووتل او ماته یې خپل د ټیلېفون نمبر او د دفتر آدرس راکړ. درېیم کس د «زمان الدین» ملګری اصلاً پېښوری ؤ، هغه د چاردهی په ولسوالۍ کې نظر بند ؤ، خو کله کله به د تحقیق هیأت له خوا ځینې ځایونو ته وړل کېده. زه به په هرو دریو څلورو ورځو کې د «عبدالرشید عسکرزاده» دفتر ته ورتلم او د تحقیقاتو له نتیجې مې ځان خبرولو، خو هغه به په ځواب کې راته وویل چې تر اوسه مو څه نه دی ترلاسه کړی، څو میاشتې په پېښې او تحقیقاتو تېر شول، یوه ورځ د پوهنتون څخه د ده دفتر ته لاړم چې د انکشافاتو پوښتنه ترې وکړم، دی له خپلې چوکۍ را پاڅېد او زما په څنګ کې کښېناست، زما نه یې یو کتاب واخیست او پرانست او بېرته یې کلک وتاړه او ماته یې وویل: «برادر دیګر دوسیه را بسته می کنیم، خداوند ګهیځ را مغفرت کند، قتل او سیاسی است و از زور من و تو بلند» و «من توان افشای این قضیه را ندارم و از تو هم میخواهم دیګر از تعقیب این موضوع منصرف شوی، نشود که خدای ناخواسته نقصش به تو و فامیلت برسد.»؛ هماغه ؤ چې زه هم د موضوع له تعقیب څخه منصرف شوم.

 

د «ګهیځ» د ترور د دوسیې تړل کېدل:

عبدالرشید عسکرزاده راته په ښکاره ډول وویل چې دا یو سیاسی قتل دی نه یې زه د افشا کولو زور لرم او نه یې ته د تعقیب او دا خبره هغه وخت نوره هم قوی شوه کله چې رحیم د زمان الدین جان ملګری چې هماغه شپه ګهیځ صیب سره یو ځای په مهمانخانه کې ناست ؤ؛ داسې کیسه راته وکړه: «د حویلۍ دروازه وټکېده، پلار دې ور ووت چې دروازه خلاصه کړی، درې نفره ولاړ وو یوه وویل چې د ګهیځ سره مو کار دی (دا پدې معنا ده چې هغوی ګهیځ په څیره نه پېژانده) دوه نفرو ږیرې درلودلې او درېیم یې دریشی کړی ؤ چې له خپلو بوټانو سره مهمان خانې ته راننوت، یوه ږیرور ګهیځ ته یو کاغذ ورکړ چې دا په خپله جریده کې نشر کړه، ګهیځ ورته وویل چې دا مطلب مو زموږ د نشراتی پالیسۍ خلاف دی او کاغذ یې بېرته ورته ورکړ، ګهیځ د دوی په مقصد او هویت پوه شوی ؤ، غوښتل یې چې له ځایه پاڅیږی او کور ته درشی، تاسې خبر کړی او خپله تومانچه را واخلی، چې دوی ډزې ورباندې شروع کړې، زمان جان په ټټر او زه په لاس ولګیدم، دوی په ډېره بیړه ووتل، چې حتی له یوه څخه څپلۍ هم پاتې وې او لوڅې پښې تښتېدلی ؤ.» دا چې دوی ټول څو نفره وو او څو نفره په وړه او لویه کوڅه کې د امنیت نیولو لپاره ولاړ وو؛ زه ورباندی نه پوهېږم، خو څه مې چې ولیدل د روسی جیپانو، او لنډرو ور (revor dnal) موټرونه د ۹ ملی مترۍ کارتوسنو پوچک وو چې هغه وخت صرف د پولیسو په اختیار کې وو او بس.

 

له محمد حسن کاکړ سره د «ګهیځ» د قاتل مخامخ کېدل:

نامتو لیکوال او تاریخ پوه ډاکتر حسن کاکړ د ثور تر انقلاب وروسته زندانی شوی ؤ او کله چې له بنده آزاد شو ویل یې چې په زندان کې یوه ورځ یو سړی ماته راغی او ویل یې چې ما ډېره سخته ګناه کړې ده، نه پوهېږم چې څه وکړم هغه دا ده چې ما «ګهیځ» په شهادت ورساوه او ډېر پښېمانه یم. مرحوم کاکړ صاحب ویل چې دا سړی ما ته نارمل نه ښکارېده، نوم یې «بشیر غازی علم» ؤ. مرحوم «کاکړ» سبا ته پېښور ته ولاړ چې موږ ورسره مفصلې خبرې ونکړای شوې له هغه ځایه هم امریکا ته ولاړ او هلته وفات شو. یو وار «استاد صلاح الدین خان» چې زما کاکا او د ګهیځ صاحب ورور دی، «بشیر غازی علم» په پېښور کې د «شپون» صاحب په دفتر کې لیدلی ؤ او له صلاح الدین خان سره یی د چپی جریانونو په اړه بحث کړی ؤ او ډېرې څه سپکې خبرې یی هم ورته کړې وې. کله چې مو د دا خبره واورېده ما څو نفرو ته مې وظیفه ورکړه چې د مجاهدینو په جبهاتو کې د ده آدرس معلوم کړی، خو دا ممکنه نه شوه، ځکه دی امریکې ته تللی ؤ.  د انتقالی دورې په راتلو سره دی بیا افغانستان ته راغلی ؤ، او د څه وخت لپاره د عدلیې وزارت مشاور ؤ خو بیا بېرته امریکې ته لاړو، کله چې موږ په دې مورد څېړنې پیل کړې چې دی را پیدا کړو، خو دی امریکا ته تللی ؤ. د شپون صاحب له قوله چې «بشیر» په داخلی سفر بوخت ؤ چې له پاسه ورباندې کوم بکس په سر لگیدلی ؤ او لدې سره ورته دماغی مشکل پیدا شوی ؤ او بیا جهنم ته ولاړ. ځکه الله پاک په قرآنکریم کې فرمایلی دی (هغه څوک چې بې ګناه مسلمان په عمدی ډول ووژنی د هغه ځای د تل لپاره جهنم کې دی)، زه تر اوسه هم نه پوهېږم او نه دا حکم کولای شم چې دا اجاره یې قاتلان څوک وو او چا اجاره کړی وو، روسانو، امریکایانو، خلقیانو، پرچمیانو، شعله یانو او یا د وخت دولت، خو دومره پوهېږم چې دا کار د وخت د واکدارانو له مرستې پرته نا ممکنه ؤ.

یادونه:

دا کاغذونه ما د مریضۍ په حالت کې او په ډېره عجله لیکلی دی، که کومه املایی او انشایی غلطی پکې وی هغه تاسو په خپله اصلاح کړئ، خدای دی وکړی چې کوم مشکل پیدا نه کړی.

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.