ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۱۱مه)، په ملګرو ملتونو کې د کډوالو لویه کمېشنری وایی، د ګڼو هېوادونو په مرسته بریالی شوی چې په تېر ۲۰۲۱ میلادی کال کې په افغانستان کې د جګړو له لاسه له یو میلیون او یو لک بې ځایه شویو او زیان لیدونکو وګړو سره بشری مرسته وکړی.
په ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو دغې ادارې تېره ورځ په یوه ټویټ کې د اروپایی ټولنې تر څنګ د جرمنی، د امریکا متحدو ایالتونو، بریټانیا او نورو هېوادونو مننه کړې چې د دوی په همکارۍ له دغو کسانو سره مرسته شوې ده.
د اسلامی امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر نژدې یو میلیون دی، خو نورو سازمانونو دا شمېر تر دې زیات ښودلی دی.
گهیځ