کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې په دوهمه نېټه د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې د افغانی تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړیږی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه نندارتون افغانی محصولاتو ته د بازارموندنې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د خصوصی سکټور د ملاتړ په موخه جوړیږی.
د یاد وزارت په وینا، دغه نندارتو کې به د هېواد ۲۵۰ سوداګر غالۍ، لاسی صنایع، قیمتی ډبرې، وچه مېوه او یو شمېر نور محصولات نندارې ته وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ