ترکیه د هوایی ډګرونو په اړه د افغان لوری ځواب ته په تمه ده

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۱۱مه) ترکیه وایی د هوایی ډګرونو د سمبالښت په اړه د افغان لوری ځواب ته په تمه دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په تازه څرګندونو کې ویلی دی چې دوی له افغان لوری سره د پنځوو هوایی ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دی او اوس د مقابل لوری ځواب ته په تمه دی.
د اوغلو په خبره تمه ده چې خبرې ژر پایله ولری. هغه زیاته کړې چې په دې بهیر کې متحده عربی امارات هم راګډ شوی، ځکه تر دې وړاندې یې په کابل کې د ملکی برخې مدیریت او بیا رغوونه پر غاړه وه.
نوموړی ویلی همدا لامل دی چې، د یادو پنځوو هوایی ډګرونو په مدیریت او فعالولو کې له قطر او ترکیې سره ونډه لری.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د قطری او ترکی شرکتونو پلاوی کابل ته راغلی وو او دلته یې له افغان لوری سره د هوایی ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.