کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دوحې غونډې د جوړېدو په درشل کې د سرپرست حکومت پلاوی په قطر کې د سعودی عربستان له استازی سره کتلی.
د سرپرست حکومت مرکزی ویاند چې دوحه کې د افغان پلاوی مشری کوی، ویلی چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د رغنده خبرو ترڅنګ سعودی عربستان ویلی، چې ژر تر ژره به کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزی.
د مجاهد په وینا سعودی له افغانستان سره د ښه تعامل غوښتنه کړې، چې په مقابل کې یې افغان لوری هم سعودی عربستان ته د یوه مهم هېواد په سترګه ګوری.
سعودی د اوسنی افغان حکومت تر بیا واکمنۍ لږه موده وروسته د ځینو مبهمو دلایلو له امله افغانستان کې خپل سفارت وتړه او په کې شته وسایل یې هم د لیلام له لارې وپلورل.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ