کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روغتیایی مسوولینو ویلی، چې هېواد کې د هوا په ګرمېدو سره موسمی ناروغۍ زیاتې شوې دی.
د خبر پر بنسټ په دې ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر هم لوړی شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین که څه هم په یادو ناروغیو د اخته ماشومانو د شمېر زیاتوالی تاییدوی، خو په وینا یې د نورو ناروغیو ترڅنګ د موسمې ناروغیو د لا خپراوی د مخنیوی لپاره چمتووالی لری.
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوی، چې د هوا له بدلون سره سم د ملریا ناروغۍ هم زیاته شوې، چې دغه وزارت یې په ویقایوی لارو چارو د مخنیوی هڅې کوی.
په ورته مهال روغتیاپالان د یادو ناروغیو د مخنیوی لپاره د ماشومانو پر حفظ الصحې، د واکسینونو تطبیق، ماشوم ته د مور شیدو په ورکولو او پر وخت نږدې روغتیایی مرکزونو ته پر بېولو ټینګار کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ