کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د حکومت له لوری افغان کډوالو ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو د ټاکلی ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته پولیسو کور په کور پلټنې پیل کړی دی.
دغه موده چې د جون په ۳۰ مه نېټه پای ته ورسېده، د مودې بیا غځونې په اړه څه نه دی ویل شوی.
د پاکستان حکومت له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د (ICC) او “POR” کارتونو درلودنکی کډوال به هم په جبری توګه د ایستلو د لړۍ په دوهم پړاو کې شامل وی.
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو ویلی، چې پاکستانی پولیسو یې ژوند تریخ کړی دی.
تر دې وړاندې د افغان کډوالو جبری وېستې په تړاو ګڼو نړیوالو بنسټونو او افغان حکومت د پاکستانی حکومت پر دې دریځ کلکې نیوکې کړې وې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ