کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د افغان پټرول شرکت له استازی سره لیدنه کې د هېواد د کانی زېرمو؛ په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره په شته فرصتونو خبرې کړی.
په دې لیدنه کې سرپرست وزیر ویلی، د هېواد اقتصادی ودې او پر ځان بسیاینې په موخه د کانونو استخراج د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.
نوموړی هیله څرګنده کړې، چې ملی او نړیوال پانګوال د افغانستان په کانی زېرمو د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلی او په خبره یې مسوولین دې برخه کې لازمو همکاریو او د اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ