کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا مسوولینو ويلي، چې په افغانستان کې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.
دې ادارې پرون ویلي، چې تر دې دمه یې د اړینې بودیجې نږدې ۲۳ سلنه ترلاسه کړې، چې ۶۹۶ میلیونه ډالره کیږي.
د اوچا ادارې مسوولینو زیاته کړې، چې د ژوند ژغورنې ځینې مهم پروګرامونه ځنډول شوي او د ادارې نور فعالیتونه د بندیدو له خطر سره مخامخ دي.
د اوچا له قوله سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/