کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ۳۴ روغتیایی مرکزونو کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د تم خونو او واکسین خونو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص ویلی، چې د دغه ولایت په ۱۹ روغتیایی مرکزونو کې د ناروغانو د پایوازانو لپاره د ۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت تم خونې او په ۱۵ روغتیایی مرکزونو کې واکسین خونې جوړیږی.
په ورته مهال د کونړ اوسېدونکی هم د یادو پروژو له پیل څخه خوښی څرګندوی او وایی، چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به د ناروغانو او پایوازانو ستونزې راکمې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ