کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلی اشغالګرو د غزې له خان یونس څخه چې د غزې یو پر درېیمه برخه فلسطینیان په کې اوسیږی، له خلکو څخه د سیمې د تخلیه کولو غوښتنه کړې.
په غزه کې چې د بې ځایه شویو کسانو شمېر لا دمخه دوه میلیونو ته رسېدلی، ملګرو ملتونو ویلی چې په دومره لویه کچه د خلکو وتل به یوازې د ملکی خلکو کړاوونه لا پسې ډېر کړی او بشری اړتیاوې به زیاتې کړی.
دا اعلان د اکټوبر اوومې د جګړې له پیل راهیسې له ملکی سیمو د وتلو تر ټولو لوی حکم دی.
د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ویاند ویلی، چې خلک اوس له یوه ستونزمن او ناشونی انتخاب سره مخ دی؛ ځکه که له خپلو سیمو ووځی، نو د تلو لپاره مناسب ځای نه لری او که ونه وځی نو سختې جګړې به پرې تېرې شی.
د غزې روغتیا وزارت وایی، چې تر دا دمه د اسراییلی اشغالګرو د بریدونو له امله نږدې ۳۸ زره بې دفاع ولسی وګړی وژل شوی دی.
غزه چې ۲،۳ میلیونه نفوس لری، لا هم د اشغالګرو اسراییلی ځواکونو له لوری تر بشپړې محاصرې لاندې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ