کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی ښاروالۍ له لوری د نږدې اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د دې ښار د داخلی سړکونو د بیا رغونې چارې پیل شوې دی.
د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایی، د ښار د ښکلا او بیارغونې لپاره ټول پاخه سړکونه چې ترمیم ته اړتیا لری، بیارغوی.
د غزنی ښاروال وایی، د سړکونو د داغ ګیرۍ په پروژه نږدې اووه میلیونه افغانۍ لګښت راځی، چې د ښاروالۍ له لوری ورکول کیږی.
په ورته مهال د غزنی یو شمېر اوسېدونکی د ښار ښکلا او بیارغونې په برخه کې له ښاروالۍ څخه د نورو ورته پروژو غوښتنه کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ