کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ یوه پلاوی ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړی وزیر عبدالله عارف اف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالی، د اورګاډی او سړک له لارې د ترانزیټی آسانتیاوو برابرولو، د افغانستان د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان د پانګونې د جلبولو په تړاو خبرې کړی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د ازبکستان لومړی وزیر د سرخان دریا – پلخمری د برېښنا مزی غځولو او د حیراتانو – هرات – سپین بولدک د رېل پټلۍ په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی.
نوموړی زیاته کړې، چې د دغو مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب او ښه تطبیق په موخه به په نږدې راتلونکی کې کابل ته سفر وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ