کابل کې د سردارد داوود خان ښارګوټی دولتی تثبیت شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عدلیې وزارت ځانګړې محکمې له لوری د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اړوند د سردار محمد داود خان ښارګوټی دولتی تثبیت کړ.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دولتی غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلی کې چې د سردار محمد داوودخان په نوم یادیږې، پر ۵۵۶ جریبه ځمکه باندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوی کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره یاده شوې ټوله ځمکه دولتی تثبیت کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې سپارلې ده.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوی کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعی او قانونی پرېکړې لپاره اختصاصی محکمې ته استولې وه، چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد شوی ټول ښارګوټی دولتی تثبیت کړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.