کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د تازه مېوو د موسم له رارسېدلو سره سم پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو ګمرکی تعرفه لس سلنه لوړه کړې ده.
د پاکستان حکومت د عوایدو ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلی، چې د افغانستان په تازه مېوو او سبزیو د ګمرکی تعرفې لوړوالى د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې وروسته د عملی کېدو وړ دى.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې هم منلې، چې د افغانستان پر مېوو او سبزیو ګمرکی تعرفه د پخوا په پرتله لس برابره لوړه شوې ده.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول خان جان الکوزی وایی، دا پرېکړه نه د افغان سوداګرو او نه د پاکستان د خلکو په ګټه ده.
د تعرفو د لېست له مخې په هر ټڼ مڼو کې تعرفه له ۳۸زره او ۸۰۰ پاکستانی کلدارو څخه یو لک۲۳ زره ۵۰۰ کلدارو ته لوړه شوې او دغه شان د یو ټن زردالو تعرفه له ۱۴ زرو کلدارو څخه ۶۰ زرو زرو کلدارو ته لوړه شوې ده.
دغه راز د نورو مېوو او سبزیو تعرفو کې هم د پام وړ لوړوالى راغلى دی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستیال ویلی، چې د دواړو هېوادونو سیاسی اړیکو د افغانستان په سوداګرۍ منفی اغېز کړى او افغان سوداګر هېڅ کومه بدیله لار نه لری.
یو شمېر پاکستانی سوداګرو سه شنبې ورځ د تورخم پر پوله د تعرفې د لوړېدو په غبرګون کې لاریون هم ترسره کړى او ګواښ یې کړی، چې که دا پرېکړه لغوه نه شی، په ټول پاکستان کې به لاریونونه وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ