په ژوندۍ خپرونه کې د جوړونکی مسؤولیتونه

محمد صادق ودان

هره ژوندۍ خپرونه، له پروډیوسره نېولی بیا تر ډایرکټره هر یو پر خپل ځای د خپرونې په جوړښت، سکښت او نظم کې ځانګړې ونډه لری. په دې لیکنه کې هڅه شوې چې پروډیوسر یا د خپرونې جوړونکی/جوړونکې کارونه له خپرونې وړاندې، لایف او وروسته له خپرونې په ساده او هغه څه چې ما تجربه کړی تر تاسو ورسوم.

زه محمد صادق ودان یم، د موبی افغانستان، طلوع نیوز سره کار کوم. تر دې وړاندې د لمرماښام خپرونې جوړونکی وم نو په دې لیکنه کې د هغه وخت په ځانګړې توګه د لمرماښام خپرونې تجربې له تاسو سره شریکوم. که ژوند ؤ د سیاسی خپرونو د جوړونکو په اړه به هم له تاسو سره تجربې شریکی کړم. وړاندې له دې چې د خبریالۍ برخې ته راشم فکر مې کاوه، دې برخې ته راتګ په دې خاطر زما لپاره ناشونی دی، چې د یوې شتمنې کورنۍ نه یم. هر څه ستاسو په هڅو او هغه څه چې تاسو لومړیتوب ورکوئ تړاو لری. ارواپوهان وایی؛ تاسو هڅه وکړئ فرصت په خپله پیدا کېږی. ما به د بی بی سی ټول منشورونه پیدا کول او لوستل، ټوله هڅه به مې دا وه چې ځان د خبریالۍ په اړه ښه پوه کړم، تاسو ته ښه معلومه ده، چې هر علم یو دریاب او موږ که هر څه وکړو ټول زده کول یې ګران دی. بی بی سی په ساده او روانو کلماتو روزنېز کتابونه او منشورنه چمتو کړی. د بهرنیو خبریالانو انګرېزی بڼې به مې لوستلې د هغوی تجربې به مې لوستلې، ځان به مې د هغوی په کرکټرونو کې وراچاوه بیا به مې حس کاوه. که به خبریالانو کیسه کړې وه، چې د یوه راپور یا مستند د چمتو کولو لپاره مو په (ګاو خانې/غوجله) کې وخت تېر کړی دی، د غویو د خوشایوو بوی به مې تر پوزې شو. دا د بی بی سی فارسی منځنې ختیځ خبریالې نفیسه کوهنورد کیسه وه. یا دا چې په همدې کابل کې مې د الجزیری خبریال څخه واوریدل چې د جمهوریت د سقوط پر وخت د کابل هوایی ډګر ته نږدی د الجزیرې د ژوندی نشراتو لپاره یې پر یوه بام کمری او لایف یو اېښی وه چې د امریکایی ځواکونو لخوا ورباندې ډزې شوی وی خو کمره یې له هغه ځایه پورته کړی نه وه، بلکې پر یوه کاغذ یې (press) خبریالان یوو لیکلی ول، چې بیا یې یوازې د ورځې لخوا د نشراتو اجازه درلوده او د شپی په راتلو سره یې کمرې ټولولې. داسی کیسی چې به مې لوستلې یا اوریدلې نو ویل به مې که زه یوه ورځ یو نسبی تجربه تر لاسه کوم، هڅه به مې دا وی، په ساده او روانه ژبه به خپلې کیسی، تجربې او هغه څه چې مې زده کړی شریکوم. ادعا نلرم چې دا لیکنه له هر اړخه بشپړه ده، زه یوازې غواړم خپله تجربه او هغه څه چې مې له خبریالانو پوښتی له تاسو سره وویشم.

 

تر ژوندۍ خپرونې مخکې باید څه وکړو؟

هره خپرونه د خپل ځان لپاره یو ځانګړی جوړښت لری، که خپرونه له وړاندې یو جوړښت ولری نو وروسته له هغه چې تاسو وګومارل شوی، له تاسو سره د همدې خپرونې په اړه یو مجلس نېول کېږی او ویل کېږی چې دا څه ډول خپرونه ده او د ټولنې کوم پوړ ته تولیدېږی چې په همدې سره باید تاسو پوه شئ څه ډول محتوا باید په پام کې ورته ولرئ.

هر ډول خپرونه یو رنډون، چارټ یا جدول ته ورته جوړښت لری، چې هر یو یې ګوری نو ډېر ژر پوهېږی چې تمه ده په دې خپرونه کې څه وی. ځکه همدا رنډون یا خلاصه تاسو له خپل ټیم سره شریکوی او هغوی هم باید پوه شی چې تاسو څه غواړئ. تر دې ځایه ممکن زما خبرې د دې لپاره یو څه ګونګې وی، ځکه تاسو ښایی رنډون نه وی جوړ کړی یا مو هم نمونه نه وی لیدلې.

معمولا ما د لمرماښام خپرونې رنډون څلورویشته ساعته وړاندې له خپرونې جوړ او د خپرونې یوه برخه به مې د تازه پیښو لپاره احتمالی په پام کې نیوله، ځکه طبیعی ده په دې موده کې تازه یو څه پېښېږی چې باید خپرونه کې ځای ورکړل شی.

په رنډون کې موضوع، د مېلمنو نوم، دریځ، د مېلمه شمېره، نېټه او د همدې برخې موده په پام کې نیول کېږی او که ستاسو د خپرونې سپانسر درلود، نو د سپانسر د اعلان متن او دا چې څو ځله وویل شی ځای ورکول کېږی.

پروډیوسر مسؤولیت لری ټول ټیم سره خبرې وکړی چې تمه ده نن په خپرونه کې څه وکړی. لومړی د خپرونې کوربانه بیا د خپرونې ډایرکټر وروسته له هغه په آرام آرامه ټول ټیم خبرېږی او پوهېږی چې کمره من، غږ اخیستونکی او لایټ من د خپرونې په کومه برخه کې څه وخت لاس په کار شی.

معمولا ټولنېزی خپرونې په پراپس یا هغه وسایل چې په خپرونه کې د موضوع د لاښه توضیح لپاره کارول کېږی، خپرونې ته جذابیت ورکوی. لکه؛ موږ د لمرماښام په خپرونه کې هره شنبه د روغتیا برخه درلوده چې په دې برخه کې مو د مېوو او سبزیجاتو پر ګټو بحث کاوه، نو د دې لپاره چې لیدونکو ته موضوع ښه روښانه شی، میوه او سبزیجات اخیستل. خپرونه به یې هم جالبه کړه او د ډایرکټر لاس به هم د ښو تصویرونو اخیستلو ته خلاص کړ. نو تاسو د پروډیوسر په توګه فلور منیجر یا هغه همکار چې تاسو ورته یو یا دوه ساعته وړاندې له خپرونې رنډون/خلاصه ورکوئ ترڅو ستاسو مېلمانه او هر هغه څه چې په خپرونه کې په کار دی تعقیب کړی، همغږی کوی چې په خپرونه کې څه ته اړتیا ده، تاسو هغوی ته پیسې ورکوئ هغوی هم ستاسو د خپرونې لپاره پراپس یا هغه توکی چې ستاسو په کار دی راوړی. همدا خبره په ځانګړو خپرونو کې یو څه ډېره مهمه ده، چې حد اقل له خپرونې یوه یا دوه ورځې مخکې توکی باید لیست او آماده شی.

تر ټولو مهمه خبره خو لا دا ده چې خپله به نه ورخطا کېږئ او ټولو ته داسې حس ورکړئ، چې هر څه سم او ښه روان دی. ځان باورې کړئ چې د ایډیټ برخې څخه اس اس ډی یا هغه وسیله چې خپرونه په کې ریکارډ یا لایف ځی له ځان سره سټډیو ته یوسئ تر څو د خپرونې ډایرکټر ته یې وسپارئ. نو لنډه دا چې د خپرونې جوړونکی/جوړونکې ټول پلان د ټیم غړو ته ورکړی او مسؤلیتونه ویشی چې څوک؟ کوم کار؟ څه وخت؟ ترسره کړی. نو که مو خوښه وی ژوندۍ خپرونې ته به ولاړ شو.

 

په ژوندۍ ټلویزیونی خپرونه کې د جوړونکې/جوړونکی مسؤولیتونه څه دی؟

بکتاش پروانی چې اوس په المان کې ژوند کوی، د موبی افغانستان له تکړه او با تجربه جوړونکو څخه یو و. ښاغلی پروانی په افغانستان کې وتلی کارونه ترسره کړی او په خپل کار کې پوه او له پوره ذکاوته کار اخیستی. ښاغلی پروانی د طلوع تلویزیون «محافظان» سریال جوړونکی پاتی شوی دی، د دې تر څنګه یې د ثبتی او ژوندۍ خپرونو پروډیوس تجربه درلوده. له ده څخه مې وپوښتل چې په ژوندۍ خپرونه کې څه وکړو تر څو خپرونه له کنټروله ونوځی. ښاغلی پروانی وویل: «جوړونکی د خپرونې د اصلی مسؤول په توګه له فکره بیا تر تولیده مسؤولیت په غاړه لری، لکه څنګه چې خپرونې توپیر لری همداسی نظر خپرونې ته جوړونکی/جوړونکې هم توپیر لری، یو کار چې باید ترسره شی له خپرونې مخکې ټولو اړخونو سره ښه هغمږی، له کوربنو سره پر وخت د خپرونې جوړښت شریکول او په کار کې له پوره صداقت کار اخیستل هغه ټکی دی چې خپرونه کې مو له فشار څخه ساتلای شی.»

په ژوندۍ خپرونه کې د ارامښت یوه نښه دا هم کېدای شی، چې له خپرونې وړاندې مو دقیق پلان چمتو کړی وی او د خپرونې په لړ کې به مو کار اسانه او له فشار لری وی.

 

تجربه

کله چې کابل پوهنتون کې د دویم کال زده کړیال وم، څو ځایه د کار اخیستلو لپاره ولاړم او هر ځای به د کاری تجربې غوښتنه کېده. ما به ویل، ښه چې دلته کار ونکړم نو چېرې به کاری تجربه ترلاسه کوم، باید ما ته فرصت راکړل شی او کار زده کړم. «د ټلویزیون خبریالی» کتاب کې ایمل پسرلی د وړیا کار کولو، پرته له مزده اشاره کړې وه او ښه یې بللې وه، چې د کار د زده کړې لپاره حتی تاسو یوه سازمان ته پیسی ورکړئ څو تاسو ته د دې فرصت درکړی، چې زده کړه وکړئ او تجربه ترلاسه کړئ. نو ولاړم شپږ میاشتې مې یوه راډیو کې وړیا کار وکړ، فرصت راکړل شو چې تېروتنه وکړم، راپور ولیکم او نریشنونه ولولم. بکتاش پروانی هم په دی نظر دی، مخکې له دې چې تاسو د ژوندۍ خپرونو مسؤولیت واخلئ هڅه وکړئ چې ریکارډ خپرونې پروډیوس کړئ څو کار مو اسانه شی. دی وایی؛ «د ژوندی خپرونې جوړونکی/جوړونکې باید په ثبت شویو خپرونو کې په کافی اندازه تجربه ولری ترڅو په ژوندۍ خپرونه کې د نابللو ستونزو حل له ځان سره ولری.»

که تازه یوه اداره کې ګومارل کېږئ له خپل مدیر څخه غوښتنه وکړئ، یوه موده تر هغو چې له کار او کاری چاپېریال سره نورمال کېږئ ریکارډ او لایف خپرونو کې مو له سینیر پروډیوسر سره کښینوی.

 

 

وخت پېژندنه

هره خپرونه د نشر لپاره ځانګړې موده لری. د بېلګې په ډول؛ په لمر ټلویزیون کې یو ساعته خبرونه ۴۵ دقیقی او په طلوع ټلویزیون کې ۴۴ دقیقی ده. بل دا چې همدا موده چې تاسو ته درکول کېږی، خپرونه په همدومره وخت چېنل ته له څلورو دمو سره لېږی. د خپرونې پنځه برخې په تاسو پورې تړاو لری چې په څه ډول محتوایی یې جالبه کوئ. د ورځې مهمی پېښی، هنر، نوی چاپ شوی کتاب، ټولنېزه مهمه موضوع او د اونۍ جالب خبر دا ټول ارزښت ته په کتو او د لیدنکو میل ته په کتو ترتیبوی. ښاغلی بکتاش پروانی په ژوندۍ خپرونه کې د وخت مدیریت د پروډیوسر هنر ګڼی، دی وایی: «وروسته له هغه چې پروډیوسر له مېلمنو سره همغږی وکړه او خپله ټوله محتوا یې ولیکله له ټیمونو سره باید پوره همغږی وکړی او د خپرونې په لړ کې یوازې وخت مدیریت کړی تر څو د خپرونې هر ګرۍ یې د لیدو وړ وی.»

که د خپرونې په لړ کې ستاسو د خپرونې پرزینټران له وخت څخه خبر نه وی، نو د جوړونکې/جوړونکی مسؤولیت دی، چې کوربه/کوربنه، ډایرکټر او غږ اخیستونکی خبر کړی، چې تمه ده څو ثانیې وروسته دمه واخیستل شی.

 

پلان

د غوره پلان جوړونې په اړه ښاغلی پروانی په دې باور دی: «پروډیوسر باید د پلان مطابق له ډایرکټر سره په همغږۍ خپله خپرونه پیل کړی او له ټولو ټیمونو سره په اړیکه کې وی. محتوا ته یې باید پام وی، وخت باید کنټرول کړی، که کومه تخنیکی ستونزه پېښېږی د حل لپاره یې ورودانګی او هره شېبه له کوربه یا کوربنې سره د ټاک بک یا غوږۍ له لارې وصل وی.»

د یو ښه جوړونکی/جوړونکې بله ځانګړنه دا هم ده، چې ښه پلان جوړونکی وی. معمولا پلان مخکې له خپرونې وی، خو کله کله په ژوندۍ خپرونه کې د ستونزې د حل په موخه او د خپرونې د لا جذابیت لپاره داسې یو څه ذهن کې راځی چې که مو فکر هم کړی وای او پلان کې مو ځای ورکړی وای ممکن موږ همداسې یو څه نه وای موندلی.

نوښت

رسنیو او ټولو پروډیوسرانو ته په خپرونو کې لومړی جالبه، هېښونکې او په زړه پورې محتوا مهمه ده. خو کله چې کار په لاره اچول کېږی له تکراری حالت څخه په یوازې ځان د پروډیوسر راوتل هغه وخت ناشونې کېږی، چې محدود کړای شی یا خپله وغواړی محدود فکر وکړی او له کار څخه خوند وانخلی هرڅه ورته بې معنا ښکاره شی، دا هغه وخت دی چې د یوې خپرونې د لیدونکو زوال رارسیدلی دی. خو پوښتنه دا ده چې څه کول په کار دی؟

د خپرونو پروډیوسران، مدیران او د خپرونو ټول اړخونه باید پر یوه نوې اړخ د فکر ورکولو وړتیا ولری. دا هغه وخت شونې ده چې بهرنی ټلویزیونونه وکتل شی، کتابونونه ورته مطالعه شی، سروې وشی او د رسنیو له متخصصینو سره لیده کاته وشی.

 

په ژوندۍ خپرونه کې له غیر مترقبه ننګونو سره څه وکړو؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ښاغلی بکتاش پروانی وویل: «په ژوندۍ ټلویزیونی خپرونو کې فنی، زمانی او فردی ستونزې رامنځته کېږی، د خپرونې جوړونکی/جوړونکې مسؤولیت لری وروسته له هغه چې پلان یې په دقیق او منظم ډول له ټولو اړخونو سره شریک او هغمږی یې وکړه، تل دویم پلان هم له ځان سره ولری ترڅو د ستونزې پر وخت په تصویر کې ستونزه حس نشی.»

په یوه اداره کې د ټولو تخنیکی ټیمونو د مسؤولیتونو پېژندنه د ښه جوړونکی/جوړونکې ځانګړنه ده، پروډیوسر باید پوه وی، که ستونزه محتوایی وی، خپله رسیدنه وکړی او که د نور برخو ستونزه وی، باید له اړوند ډیپارټمنت سره په پراخه حوصله او په ښه همغږۍ په لنډ وخت کې ستونزه کابو او له منځه یوسی. بله مهمه خبره دا چې یو با تجربه خبریال د خپلو ننګونو لیست له ځان سره ولری، ترڅو په نورو خپرونو کې کار ورڅخه واخلی. په یاد مو وی که ستونزې ته ورخطا شوئ، خپل ځان مو له لاسه ورکړ او یا هم له نورو ټیمونو څخه په زوره د کار اخیستلو غوښتنه ولرئ باوری واوسئ چې ستونزه به مو لاهم غټه او ستونزه به مو ډېر ژر سکرین ته ورسېږی.

 

د جوړونکی/جوړونکې په توګه له ټولو اړخونو مو تمه څه ده؟

ښاغلی پروانی ټینګار کوی: «د خپرونې پروډیوسر د ټیم د رهبر په توګه وروسته له هغه چې پلان یې ټولو ته ورساوه، له ټول ټیم څخه غواړی د پلان مطابق له جوړونکی او ډایرکټر سره په همغږۍ رښتینی مخته ولاړ شی او ستونزه ژر له جوړونکی او ډایرکټر سره شریکه کړی، ترڅو د ژوندۍ خپرونې په لړ کې د ستونزی مخه ونیسی.»

 

وروسته له خپرونې

که خپرونه ژوندۍ وی یوازې هغه برخې چې د ژورنالیزم او کمپنۍ اصولو سره په ټکر کې وی، لری کوی او د خپرونې له ایډیټور سره همغږی کوی چې کومې برخی د خواله رسنیو لپاره د ډیجیټل یا انلاین برخې ته د اپلوډ لپاره واستوی.

خو که خپرونه ریکارډ وی، نو ستاسو کار به په دی خاطر یو څه دروند شی، هغه برخې چې کوربونو یا ډایرکټر کټ اخیستی وی یا کوربه/کوربنې کوم څه بېرته له سره لوستی یا ویلی وی، باید له ایډیټور سره شریک کړئ او توضیح ورکړئ، چې په کومه برخه کې کومه صحنه لرې شی. او یا دا چې کومه برخه کې کوم میوزیک ور اضافه شی.

پایله دا چې هره هغه څه چې د خپرونې په لړ کې ترسره کېږی، د خپرونې د مسؤول په توګه یې مسؤولیت تاسو ته راګرځی.

 

لنډیز

لنډه دا چې که تاسو د ټولنیزو خپرونو پروډیوسر یاست په کار ده، لومړی په دې اړه پوره مطالعه وکړئ. د هغو سازمانونو منشورونه ولولئ، چې موخه مو هغه سازمان ته تګ وی او د هغو سازمانانو د پروډیوسرانو اصول ولولئ چې باوری شئ او خبره یې د ژورنالېزم اساساتو پر بنسټ ولاړه وی. ټول پروډیوسران یوازې دا غواړی چې خپرونه یې پرته له کومې ستونزې، په لږ لګښت، د مدیرانو او لیدونکو په خوښه تولید او نشر شی.

۳ comments

  1. واقعا ودان صاحب ښه په وضاحت او خوږه ژبه لیکنه چمتو کړی
    ودان صاحب په شان باید مونږ ټول شو او تجربی سره شریکی کړو.

  2. Shah Mohammad Basheer

    عالی لبکنه. او داسې لارښوونې چې د خپرونو د جوړونکو لپاره ګټور تمامېږی.
    د ټولو برخو له کارکوونکو مې هیله دا ده چې د خپلې برخې تحربې ولیکی او د نوو ځوانانو لپاره ګټورې تمامې شی.
    ته دې اباد سې.

  3. سمیرا حبیبی

    به عنوان کسیکه خیلی علاقه مند این بخش هستم، واقعا این نوشته نه تنها برایم نشانگر راه کامل و راهکار ها بود، بلکه به درستی میتوانم همه این نکات را در کارهای روزانه ام تطبیق کنم. چطور؟ میتوانم همه نکات بیان شده برای یک پخش زنده یا ظبط شده و مسولیت های یک تهیه کننده/پرودیوسر را تشبیه کنم به خود که زندگی ام را مدیریت میکنم و انجام دهنده کارها و فعالیت هایم هستم. با انجام و در نظر گرفتن همه این نکات ها و راهنمایی ها، در آینده در بخش رسانه و ژورنالیستیکی میتوانم موفق عمل کنم.
    باز هم خیلی ممنون بابت نوشتن این متن و آرزوی موفقیت بیشتر دارم برایتان.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.