تېرو لسو میاشتو کې له پاکستانه ۶ لکه ۳۹ زره کډوال هېواد ته ستانه شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنری ویلی، چې د تېر  ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې له ۱۵مې راهیسې د جون میاشتې تر وروستیو پورې له پاکستانه ۶ لکه ۳۹ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوی.

د دوی په وینا د دغو شمېرو له مخې یو لک ۴۸ زره یې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ستانه شوی دی.

ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ په یو راپور کې ویلی، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدلو لړۍ د روان کال د مارچ د میاشتې راهیسې چټکه شوې، چې د مې په میاشت د اپریل د میاشتې پرتله د ستنېدونکو کډوالو شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د خبر پر بنسټ په دغه میاشت تر ۴۰ زرو پورې کډوال خپل هېواد ته ستانه شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.