کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او مل پلاوی د ازبکستان د کانونو او جیولوژۍ له وزیر اسلاموف بوبیر فرخادویچ سره کتلی.
د خبر پربنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې په دې کتنه کې د ازبکستان د کانونو وزیر، د کانونو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نږدې همکاریو ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پانګونې د ملاتړ هوکړه لیک د لاسلیک کولو غوښتنه کړې ده.
هغه دغه راز په ازبکستان کې د مِسو د پروسېس په برخه کې د دوو لویو فابریکو د جوړېدو په اړه خبرې کړې او ویلی یې دی، چې دغه فابریکې خامو موادو ته سخته اړتیا لری، څو د افغانستان د مِسو په استخراج سره دغه اړتیا پوره شی.
همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزی وړاندیز کړی، چې د افغانستان په شمال کې د تېلو، ګازو او دغه راز د غزنی او هرات د مِسو په کانونو او د کانی موادو د پروسېس فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړی.
یاده کتنه کې دغه راز پرېکړه شوې چې د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ به د ازبکستان یو رسمی پلاوی د سروې او تخنیکی کارونو لپاره افغانستان ته سفر وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ