د پاکستان پر حکومت د پورونو کچه ۱۵ سلنه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانی رسنیو د خپلو ځایی چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان حکومت باندې د پورونو په کچه کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دوی په وینا د روان کال مې میاشتې تر پایه د پاکستان پر حکومت د پورونو اندازه ۶۷،۸۱۶ میلیارده پاکستانیو روپیو ته رسېدلې، چې کورنی او بهرنی پورونه په کې شامل دی.

د پاکستان د مرکزی بانک د شمېرو له مخې د تېر یوه کال په موده کې په پورونو کې ۱۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د پاکستان پورونه د ۲۰۲۳زېږدیز کال په مې میاشت کې ۵۸۹۶۴ میلیارده روپۍ وه.

د دغه هېواد د ناخالص پور اندازه د روان کال د اپرېل تر مې میاشتو په موده کې ۲ اعشاریه ۶ سلنه زیاته شوې.

دغه راز حکومت اټکل کوی، چې راتلونکی کال به له بېلابېلو لارو نژدې ۷۵۰۰ میلیارده روپۍ پور ترلاسه کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.