ا.ا د نیویارک ټایمز هغه ادعا ردوی چې ګنې د کابل پر هوایی ډګر برید کوونکی له بګرامه خوشې شوی و

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۱۲مه) اسلامی امارت وایی د بګرام د ماتېدو او د اکسټ پر ۲۶ پر هوایی ډګر د را منځ ته شوی برید تر منځ موده ډېره کمه وه.
د اسلامی امارت ویاند بلال کریمی وایی، دا هیڅ شونې نه ده، چې په دومره کمه موده کې دې تازه له زندانه خوشې شوی کس د دا ډول برید تابیا ونیسی.
نیویارک ټایمز د یو تصویر په خپرولو سره ویلی چې، د کابل پر هوایی ډګر برید کوونکی عبدالرحمن اللوګری نومیده چې، د اسلامی امارت له خوا د بګرام له زندانه خوشی شوی و.
خو اسلامی امارت دا ادعا نا سمه بولی او وایی چې په دې اړه هیڅ ثبوت نشته.
کریمی دا هم ویلی، چې زندانونه کابل ته د دوی له ننوتو وړاندې مات شوی وو او د داعش ډلې کسان ازاد کړل شوی و. خو د ده په وینا ډېری یې بیرته د دوی ځواکونو نیولی و.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.