کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو لومړی وزیر دفتر ویلی، چې راتلونکې اونۍ به یو اسراییلی پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شی، څو غزه کې له حماس سره د جګړې د بندولو او د یرغمل شویو د خلاصون په اړه خبرې – اترې وکړی.
دا خبره تېره ورځ په دوحه کې د موساد مشر ډیویډ برنیا او د منځګړی اړخ ترمنځ د یوې غونډې وروسته چې د اوربند وړاندیز او د یرغمل شویو د خلاصون په اړه خبرې – اترې په کې شوې وې، له رسنیو سره شریکه شوه.
بلخوا د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر ویلی، چې د دواړو خواوو ترمنځ لا هم اختلافات او واټن شته.
د مسوولینو په وینا د دې نوې هڅې موخه د نږدې نهه میاشتنۍ جګړې پای ته رسول دی.
د غزې روغتیا مسوولین وایی، غزه کې د اسراییلی اشغالګرو د روانو بریدونو له امله تر دې دمه ۳۸ زرو څخه ډېر بې دفاع ولسی وګړی شهیدان شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ