د ازبکستان نندراتون کې له سل میلیونه ډالرو زیات تړونونه وشول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له ازبکستانه تر راستنېدو وروسته ویلی، چې د ازبکستان نندراتون کې له سل میلیونه ډالرو زیات تړونونه وشول.

د نوموړی په خبره له ازبکستانی چارواکو سره په کتنو کې پر ترجیحی سوداګرۍ او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ په ۱۷ سکټورونو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم خبرې کړې دی.

په دغه نندارتون کې۲۵۰ تنو سوداګرو او صنعتکارانو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په څلور ورځنی نندارتون کې د هېواد کورنی تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

عزیزی دغه‌ راز زیاته کړې چې له ازبکستانی چارواکو سره یې د افغان – ټرانس رېل پټلۍ د پروژې د پلی کېدو او د ترمز – مزارشریف تر هرات او کندهار پورې د رېل پټلۍ غځېدو په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه هوکړې ته رسېدلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.