کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو د ثبت پروسې له پیله یې شاوخوا ۱۰ میلیونه سیمکارتونه ثبت او راجستر کړي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، کابل کې یې د سیمکارتونو د ثبت پروسه ۶۰ سلنه بشپړه کړې، چې تر راتلونکو څو میاشتو به دغه پروسه بشپړه شي.
بلخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویلي، ټول هېواد کې ۲۳میلیونه سیمکارتونه وېشل شوي دي.
دغه شمېرې وروسته له هغې رسنیو ته په ډاګه کیږي، چې وړاندې د مخابراتو وزارت د مخابراتي شبکو له مسوولینو غوښتي و، چې د سیمکارتونو د ثبت پروسه کې دې هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/