د کونړ په نهو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیایی خدمات پیل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیایی خدمات پیل شول.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ویلی، د روغتیایی خدمتونو د لا پرختیا او د خلکو لاسرسی په موخه د  UNFPA او ORCD موسسو په مرسته د دغه ولایت په نرنګ، سرکاڼو، شلتن، دانګام، غازی آباد، ناړۍ، وټه پور، چپه دره او پیچ درې  ولسوالیو کې د ګرځنده روغتیایی خدمتونو وړاندې کول پیل شول.

د کونړ وګړی د عامې روغتیا ریاست له دغه اقدام څخه د مننې ترڅنګ په نورو ولسوالیو کې هم د ورته اقدام غوښتونکی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.