کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت مسوولینو ویلی، چې د برېښنا رسولو هغو پروژو باندې بېرته کار پیل شوی، چې په تېر حکومت کې د یو شمېر ډونرانو له لوری نیمګړې پاتې وې.
د برېښنا شرکت ویاند ویلی، چې د برېښنا انرژۍ د تولید لپاره له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه پنځه کلنه طرحه چمتو کړې ده.
د دغې طرحې له مخې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د اوبو، باد او لمر له انرژۍ څخه ګټه اخیستل شاملیږی.
له دې سره یو شمېر کارپوهان وایی، له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې سربېره باید له ترکمنستان هېواد څخه د ۵ سوه کیلو ولټه لېن د لېږد کاسا ۱۰۰۰ او ټاپی پروژې کارونه پیل شی، څو افغانستان وکړای شی، د انرژۍ تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ