څرګنده ده چې انسان د فطرت له مخې د اصولو او قواعدو تابع مخلوق دی او دا چې د کایناتو خالق انسان ته عقل او شعور ورکړی، د همدې لپاره دی چې پر مټ یې د ښو او بدو، روا او ناروا، سمو او ناسمو یا غلطیو توپیر وکړای شی او همدارنګه الله تعالی انسان د خپلې ارادې څښتن خلق کړی تر څو وکولای شی خپل حالات له بېلابېلو شرایطو سره سم او له مختلفو حالاتو او شرایطو سره ځان عیار کړی.
له همدې امله ده چې انسان آن د پیدایښت له لومړنیو پړاونو رانیولې بیا تر اوسه د خپل فطرت له مخی او په دودیزه بڼه ځان د ځینو قواعدو او اصولو تابع ګڼلی چې نن یې موږ ورته اخلاقی او دودیز قواعد ګڼو، داسې چې د قانونی قواعدو او اساساتو تر جوړیدو وړاندې انسان د دینی قواعدو او قوانینو ترڅنګ، په ټولنه کې د مروجه اخلاقی او دودیزو قواعدو پر بنسټ خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بیولې او د همدې قواعدو او د انسانانو ترمنځ د شته راکړې ورکړې پر بنسټ، د انسانانو ورځنۍ چارې تنظیمېدلې.
دا چې په افغانستان کې د تاریخ له لری دورو را نیولی بیا تر ننه بېلابېل قوانین او اصول رامنځ ته شوی، ځینو یې دوامداره بڼه خپله کړې او ځینی نورو بیا د وخت په تېرېدو او شرایطو په بدلیدو سره بدل شوی دی، په خپله یو اوږد بحث دی او اوږدې شرحې ته اړتیا لری خو د دې تر څنګ دا هم باید هېر نه کړل شی چې د افغانستان په نژدې تاریخ کې دلته د جګړو د اور بلیدو او پر دې هېواد او ولس د بېلابېلو لوریو څخه د خپلو ګټو د جګړو تحمیل، بالآخره په افغانستان کې د قانون او قانونی توب لمن هم ور ټوله کړه چې نن هم متأسفانه زمونږ په هېواد او ټولنه کې د همدې بې قانونیو او بدمرغیو اساسات او بنسټونه پاتې دی او تر اوسه مو هم خلک ترې ځورېږی.
په هېواد کې د بې قانونه کړنو لړۍ چې له ترافیکو او دوکاندار څخه نیولې تر ځینی لویو چارواکو ټول پرې ککړ او ورسره لاس او ګرېوان دی، متأسفانه دلته د نژدې نیمې پېړۍ جګړو، نا خوالو، ډل بازیو او په ټوله کې د قانون د نه حاکمیت محصول دی چې نن مو هېواد وال غټ او واړه ترې سرټکوی او له امله یې له ستونزو او کړاوونو سره مخ دی.
په انسانی ټولنه کې چې کله ژوند پراختیا ومومی او د ټولنیزو اړیکو نوی او خورا پیچلی اړخونه راڅرګند شی، هلته بیا یوازې اخلاقی او دودیز قواعد د دې بسنه نه کوی او د انسانی ژوند د ټولو اړخونو د ښه تنظیم او ټولو شته ستونزو ته د حل لارې چارې لټول په کار وی هغه هم داسې لارې چارې او قوانین چې د وخت او زمان او د یوه هېواد او د هغه د وګړو له شرایطو او حالاتو سره سمون ولری.
له همدې امله وو چې انسانان د نویو پرمختګونو سره د خپل شته ژوند د چارو د ښه تنظیم لپاره، وخت په وخت نوی قوانین او لایحې راوباسی او دا کار د دې سبب کېږی چې په انسانی ټولنه کې د قانونی قواعدو جوړېدو ته لاره هواره شی او خلک وکولای شی د همدې قوانینو او لارښوونو په اساس خپل ورځنی ژوند ترتیب او تنظیم کړی.
ځینی کسان شاید فکر وکړی چې په داسې هېوادونو لکه افغانستان کې چې نهه نوی سلنه وګړی یې مسلمانان دی، د شته اسلامی قوانینو پیروی او متابعت ضروری دی او دلته د نورو قوانینو د جوړولو اړتیا نشته، خو برعکس د اسلام مقدس دین بیا خپلو وګړو ته امر کوی تر څو د اسلام د ټولیزو قواعدو او د حلال او حرامو د عمومی فلسفی په پام کې نیولو سره باید د مُلک او هېواد د حالاتو او شرایطو په پام کې نیولو سره نوی قوانین جوړ شی تر څو دلته د ژوند چارې له خنډ او ځنډ سره مخ نه شی او هر څوک وکولای شی پر خپل ځان د هغه قانون په پلی ګولو سره ټولیز نظم او کنټرول ته غاړه کېږدی.
همدارنګه په داسې ټولنو کې لکه افغانستان چې د جګړو او بې نظمیو اوږده کلونه یې شاه ته پرې اېښی، باید د ټولنې وګړو ته د شته او نویو جوړیدونکو قوانیو د پلی کولو او منلو درس هم ورکړل شی ترڅو وګړی یې له یوې خوا له قوانینو سره ځان بلد کړی او بل خوا هر وګړی د قوانینو په مراعاتولو سره د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د هوساینې په لار کې ګام واخلی.
که دا نه وی نو شته بې نظمی او هرج او مرج به تر اوږدې مودې نور هم پر دې خلکو حاکم وی او د نورو شته ګڼو ستونزو تر څنګ به مو ټولنه بې نظمه او هېواد به مو شاته پاتې وګڼل شی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ