د پاکستان د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو د خپلو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار به نږدې ورځو کې افغانستان ته سفر وکړی.

د رسنیو په حواله د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په نوې جوړه شوې غونډه کې اسحق دار دغه څرګندونې کړې دی.

نوموړی دغه سفر په داسې مهال کوی چې پاکستان په مکرر ډول د اوسنی افغان حکومت تر مشرۍ لاندې افغان خاوره کې د پاکستانی طـ.ـالـ.ـبانو د شتون ادعاوې کړی، خو افغان حکومت یې دا ادعا په کلکه رد کړې او ویلی دی، چې پاکستان کې بریدونه او ناامنی د هغوی خپله ستونزه ده او په کار ده چې افغانستان په کې ملامته نه شی.

افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر اسحق دار د سفر تر اعلان یو ورځ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د پیپلز پارټۍ رهبر بلاول بوټو زرداری ویلی، په تشو سفرونو د پاکستان ستونزې نه هواریږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.