ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۱۴مه) له کله نه چې اسلامی امارت پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې دوه ځل د دوی د پوله ساتو ځواکونو او پاکستانی پوځیانو تر منځ د ډیورنډ کرښې پر سر شخړه رامنځ ته شوې.
د پاکستان اکسپرېس ټربیون رسنۍ راپور ورکړی دی چې پر طالبانو باور نشی کېدای د ورځپاڼې په باور ځکه چې، طالبان ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمی پولې په توګه نه پېژنی.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې پاکستان ته پکار دی څو له دې وروسته پر افغان طالبانو باور و نه کړی او له ملاتړه یې لاس واخلی.
ورته مهال پاکستانی چارواکو ویلی چې پر ډیورنډ فرضی کرښه باندې د اغزن سیم پر سر د رامنځته شوې تازه ستونزې په اړه یې خپله ژوره اندېښنه په لوړه کچه د اسلامی امارت له چارواکو سره شریکه کړې ده.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې ښیی یو شمېر امارتی سرتېری په ننګرهار کې پر ډیورنډ فرضی کرښه باندې د پاکستان له لوری لګول شوی اغزن سیم ټولوی او د سیم لپاره لګول شوې ستنې وباسی.
گهیځ