ګهیځ اونیزه؛ لیکوال او شنونکی!

 په لاندې کرښو کې د هغه څېړنې پایله لولو چې ښاغلی سردارمحمد دیندار خېل د ګهیځ جریدې د هغه وخت د بېلابېلو کلیکسیونونو د پاڼو په اړولو سره ترسره کړې ده. د دې تحقیق په پایله کې هغه ځینی موارد سم شول چې تر دې وړاندې یو شمېر لیکوالو او مؤرخینو د شهید منهاج الدین ګهیځ او د هغه د پیاوړې جریدې په اړه په کتابونو کې لیکلی وو، دا دی هغه څېړنه چې پدې اړه ترسره شوې له مل اسنادو سره له ښاغلی دیندارخېل نه په مننې دلته لوستوالو ته وړاندې کوو. «د گهیځ ټولنې اداره»

سردار محمد دیندارخېل

شهید منهاج الدین گهیځ په افغانستان کې د څلوېښتمې لمریزې  لسیزې له تکړه ورځپاڼه لیکونکو او لیکوالو څخه ؤ، چې د پیاوړی ملی او اسلامی فکر او اند خاوند ؤ او د همدې کرښې له مداره یې د خپلې مبارزې وړانګې غوړولې، د ګهیځ په نامه یې اونیزه خپروله چې د اسلامی فکر د خپرېدو او د ملی ګټو د خوندیتوب لپاره یې مبارزه کوله او {ادْعُ إِلَى سَبِیلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَهِ وَالْمَوْعِظَهِ الْحَسَنَهِ} [النحل: ۱۲۵] تګلاره یې خپله کړې وه.

د ګهیځ اصلی موخه د افغان مسلمان ولس فکری رغونه، د افغانانو پام سیاسی او تاریخی راتلونکی ته اړول، د ولس پام ختیځو او لویدیځو دښمنانو ته ور ګرځول، د اسلامی طرز تفکر خپرول او غوړول او د افغانستان د ګټو خوندیتوب ؤ.

ګهیځ اونیزې د شهید استاد منهاج الدین ګهیځ په امتیاز او مسؤول مدیریت په ۱۳۴۷ لمریز کال کې خپرونې پیل کړې او لومړۍ ګڼه یې د ۱۳۴۷ لمریز کال د دلوې په ۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ په څلورو مخونو کې په (۳۰×۴۰) سایز کې له چاپه راووته، د ګهیځ ټولنې په اداره کې چې د ګهیځ اونیزې کوم کلیکسیونونه موجود دی، له هغې ښکاری چې جریده په دوه سایزه کې چاپ شوې ده، لومړی سایز یې (۳۰×۴۰) او دویم سایز یې (۴۰×۶۰) دی.

د ګهیځ جریدې د هغه وخت له کلیکسیون څخه ښکاری چې دغه اونیزه به معمولاً هره یکشنبه له چاپه راوته او دوه(۲) افغانۍ یې قیمت درلود[1]، د جریدې د تېراژ په اړه پروفیسور عبدالرسول رهین په خپل کتاب «تاریخ مطبوعات افغانستان» کې لیکی چې: د ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ نسخې چاپ کېده او د توزیع په اړه یې زیاتوی چې دغه دینی نشریه په کابل او ټول افغانستان کې په پراخه کچه توزیع کېده[2].

که څه هم د هغه وخت ځینې عینی شاهدان او د ګهیځ جریدې قلمی همکاران وایی چې یاده جریده به د شهید منهاج الدین ګهیځ په ژوند هم کله ناکله له چاپه پاتې کېده، چې بېلابېل لاملونه یې درلودل، خو د نوموړې جریدې شته کلیکسیونونه ښکاروی چې دغه اونیزه د استاد منهاج الدین ګهیځ تر شهادت وروسته له ۱۳/۶/۱۳۵۱ تر ۲۵/۹/۱۳۵۱نېټې پورې د یو څه وخت لپاره بېخې له چاپه پاتې شوې ده، د شهید منهاج الدین ګهیځ تر شهادت څلور ورځې مخکې د سنبلې په ۱۲مه نېټه چې کومه ګڼه چاپ شوې، دا د ګهیځ په ژوند کې د جریدې وروستۍ ګڼه ګڼل کېږی، یعنې (دوه ویشتمه ګڼه، پرله پسې ۱۵۸ ګڼه،۱۲/۶/۱۳۵۱)[3].

تر دې وروسته بیا د ۱۳۵۱ لمریز کال د قوس تر ۲۵مې نېټې یاده جریده چاپ نه شوه[4]، د ګهیځ تر شهادت وروسته؛ د جریدې لومړۍ ګڼه د ۱۳۵۱ لمریز کال د قوس په ۲۶مه د لعل محمد الیاس خېل په مسؤول مدیریت او د عبدالرب احدی وردګ په امتیاز چاپ شوه.  پاتې دې نه وی چې یا ده جریده د لعل محمد الیاس خېل په مسؤول مدیریت تر ۱۶۴پرله پسې ګڼې پورې چاپ شوې چې اته ویشتمه ګڼه د ۱۳۵۱ کال د دلوې په ۱۵ مه چې پرله پسې ۱۶۴مه ګڼه کېږی، د الیاس خېل په مدیریت وروستۍ ګڼه ده.

که څه هم د هغه کلیکسیون په استناد چې دمګړۍ په کابل کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په کتابتون کې شته دی، داسې ښکاری چې د منهاج الدین ګهیځ تر شهادت وروسته د ګهیځ اونیزې یوازې دولس(۱۲) ګڼې چاپ شوې دی او هغه وروستۍ ګڼه چې د ګهیځ ټولنې په آرشیف کې ده، څلور مخونه لری چې د ۱۳۵۱ لمریز کال د حوت په ۲۷ نېټه چاپ شوې ده چې پرله پسې (۱۷۰) ګڼه ده، خو د هغه وخت ځینی حاضر شخصیتونه؛ لکه مولوی محمد رسول مشهور په څارنوال نقیب الله بیا وایی چې ګهیځ جریده د داود خان تر کودتاه یعنې د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ تر ۲۶ مې پورې چاپېده. خو د هڅو سره سره مو د۱۳۵۲ لمریز کال کومه چاپ شوې جریده پیدا نشوای کړای.

 

د ګهیځ جریدې ژبه:

ګهیځ جریدې په درې ژبو خپرونې کړې دی: پښتو، دری او ترکی (ترکمنی). د جریدې له شته کلیکسیونونو داسې ښکاری چې دغې جریدې د هېواد په دواړو رسمی ژبو ( پښتو او دری) لیکنې درلودې، همدارنګه د یادې جریدې کلیکسیون ښکاروی چې د ۱۳۵۰ کال په پرله پسې (۲۱، ۲۲ او ۲۳) درېو ګڼو کې د مخدوم تالقانی په قلم په ترکی ژبه باندې هم لیکل شوی دی. موږ یې د ۲۳ ګڼې[5]  د مضمون د پیل څو کرښې راخلو تر څو لوستونکی په دې ډاډه شی چې رښتیا هم په ګهیځ جریده کې په ترکی ژبه باندې هم لیکنې خپرې شوې دی. (کفر نی حقیقتی: او تکان شماره لار ده معنی اسلام و حقیقت اسلامنی او قویتکان ینی لار میزده یبار ایر دیګر بو شماره ده کفر نی حقیقتنی بیان ایلار میز….)

 

د ګهیځ اونیزې د امتیاز خاوندان او مسؤول مدیران:

۱- د ګهیځ جریدې د هغه وخت د خپرو شویو ګڼو کلیکسیون ښکاروی چې د یادې جریدې لومړی د امتیاز څښتن او مسؤول مدیر په خپله شهید استاد منهاج الدین ګهیځ ؤ.

۲- د ۱۳۴۹ لمریز کال له پیل څخه تر پای پورې بیا د ګهیځ جریدې د مسؤول مدیر په توګه د عبدالسلیم فرقانی نوم لیکل شوی دی.

د ۱۳۵۰ لمریز کال په لومړنۍ ګڼه (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ۱۳۵۰ کال د ثور ۱۹-مه ، پرله پسې ګڼه ۹۵) کې د محترم فرقانی صیب د استعفی په اړه لیکل شوی دی. (فرقانی صاحب استعفی داد! جناب عبدالسلیم فرقانی یکسال با ماهمکاری کرد نسبت مشکلاتیکه داشت از وظیفه خود استعفی داد ما برای این نویسنده برازنده زندګی پاک و مسعود میخواهیم)[6] له پورته څو کرښو څخه دا معلومه شوه چې د ګهیځ جریدې دویم مسؤول مدیر عبدالسلیم فرقانی دی چې د ګهیځ په ژوندانه کې یې د دې درنې جریدې مسؤول مدیریت پر غاړه درلوده.

د ګهیځ جریدې د هغه وخت کلیکسیونونه ښکاروی چې وروسته بیا په پرله پسې ۹۹ ګڼه یعنې (پنځمه ګڼه درېیم کال، یکشنبه د جوزا ۲۳-۱۳۵۰، پرله پسې ګڼه ۹۹) کې پر امتیاز خاوند او مسؤول مدیر سربېره د مهتمم نوم اضافه شوی ده او د عبدالرازق (فهیم قرآنی) نوم د جریدې د مهتمم په توګه پکې لیکل شوی او دا چاره تر ۱۰۹ ګڼې (۱۵ګڼه، درېیم کال، یکشنبه د اسد (۳۱ مه)۱۳۵۰، پرله پسې ګڼه۱۰۹) دوام لری.

۳- تر دې وروسته بیا تر ۱۱۷ پرله پسې ګڼې پورې مسؤول مدیر عبدالرازق فهیم قرآنی لیکل شوی دی نو په دې اساس ویلی شو چې د ګهیځ د انقلابی جریدې لومړنی مهتمم او درېیم مسؤول مدیر جناب عبدالرازق فهیم قرآنی ؤ او تر فهیم قرآنی وروسته یعنې له پرله پسې ۱۱۸ ګڼې تر ۱۲۷ ګڼې پورې بېرته مسؤول مدیر شهید مهناج الدین ګهیځ لیکل شوی دی.

۴- د ګهیځ جریدې څلورم مسؤول مدیر لعل محمد الیاس خېل دی چې نوم یې د مسؤول مدیر په توګه له پرله پسې ۱۲۸ګڼې څخه پیل کېږی (څلور دېرشمه ګڼه، یکشنبه د جدی ۲۶-۱۳۵۰پرله پسې ګڼه۱۲۸) او تر۱۳۳ ګڼې (۴۳ ګڼه، یکشنبه د حوت ۲۹-۱۳۵۰ پرله پسې ګڼه ۱۳۷) پورې دوام کوی.

۵- تر الیاس خېل صیب وروسته له ۱۳۳ ګڼې تر ۱۵۱ ګڼې پورې یو ځل بیا د مسؤول مدیر په ځای د شهید منهاج الدین ګهیځ خپل نوم لیکل شوی دی له دې وروسته بیا د الیاس خېل نوم په جریده کې د جریدې د معاون په توګه لیکل شوی دی (۱۵ګڼه، یکشنبه د سرطان ۲۵- ۱۳۵۱- څلورم کال پرله پسې ګڼه۱۵۲)

۶- تر شهید منهاج الدین ګهیځ وروسته، د ګهیځ جریدې دوهم د امتیاز څښتن مولوی عبدالرب احدی وردګ دی چې د ګهیځ تر شهادت وروسته یې د ګهیځ په اونیزه کې نوم د امتیازڅښتن په توګه لیکل شوی دی[7]. پاتې دې نه وی چې په یوه ګڼه کې د امتیاز خاوند او مسؤول مدیر مولوی عبدالرب احدی وردګ لیکل شوی دی نو په دې اساس ویلی شو چې پنځم مسؤول مدیر یې احدی وردګ صیب دی.

۷- د ګهیځ په جریده کې د شپږم مسؤول مدیر په توګه د محمد عارف پیمانی نوم لیکل شوی دی[8] (نهه ویشتمه ګڼه ۱۳۵۱ کال، دلو ۲۲ پرله پسې ګڼه ۱۶۵) تر (څلور دېرشمه ګڼه ۲۷ حوت ۱۳۵۱ کال، پرله پسې ګڼه ۱۷۰)، داسې ښکاری چې پیمانی صیب به یې وروستی مسؤول مدیر وی، د څارنوال صاحب نقیب الله په قول بیا د ګهیځ اونیزې دفتر د داود خان د کودتا په څلورمه ورځ، له کوم څرګند دلیل پرته وتړل شو او دغه درنه جریده له چاپه پاتې شوه.

 

د ګهیځ د جریدې پر مخ پراته خنډونه:

که څه هم د ګهیځ جریدې او شهید منهاج الدین ګهیځ په وړاندې پراته خنډونه او شته ستونزې شاید د هغه وخت حاضر کسان ښې وڅېړلای شی، خو د نوموړې جریدې د شته کلیکسیونونو له مخې چې څومره ښکاری، دغه جریده او د هغې مبارز چلونکی له څو اساسی ستونزو او خنډونو سره لاس او ګرېوان ؤ. یوه لویه ستونزه خو دا ښکاری چې د ګهیځ جریدې د اسلامی ویښتابه لپاره خپرونې پیل کړې وې او د کمونیستانو او بې دینه خلکو د فعالیت په وړاندې یو خنډ ګڼل کېده.

د هغه وخت حاضر کسان وایی چې دا جریده به کله نا کله په هغې کې د خپرو شویو مضامینو له امله مصادره کېده، مولوی محمد رسول مشهور په څارنوال نقیب الله د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې سره په یوه ځانګړې مرکه کې (د ۱۴۰۱ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه نېټه)[9] وویل: «یو ځل د انجنیر حبیب الرحمن یو مضمون د ګهیځ په جریده کې چاپ شو هماغه ګڼه د وخت حکومت مصادره کړه او توزیع ته یې پرېنښوده.»

ځینو وختونو کې څو میاشتو کې جریده نده چاپ شوې که موږ د ۱۳۵۰ لمریز کال کلیکسیون وګورو نو د ۱۳۵۰ کال لومړۍ ګڼه د ثور په ۱۹ چاپ شوې ده[10] چې تقریبا یوه نیمه میاشت ځنډېدلې ده.

 

د ګهیځ ملګری:

مولوی محمد رسول مشهور په څارنوال نقیب الله[11] د شهید منهاج الدین ګهیځ هغه ملګری چې له هغه سره یې هر ډول مادی او معنوی همکاری او مرسته کړې ده لاندې شخصیتونه په ګوته کوی:

مرستیال هدایت غنی (عبدالهادی هدایت)، مولوی محمد یونس خالص، استاد عبدالاحد عشرتی، سیداحمد ترجمان، مولوی عبدالسلیم فرقانی او څارنوال رضوان محمد ګهیځ، خو پاتې دې نه وی چې د ګهیځ صیب به نور ملګری هم وو دا چې په اړه یې مونږ ته څه معلومات نشته او داسې کوم اسناد هم په لاس نه لرو نو ځکه مو په همدغو نومونو لیکلو  بسنه وکړه. الله -جل جلاله-  دې هغه کسانو ته چې په دې برخه کې یې د شهید ګهیځ صیب همکاری او ملګرتیا کړې د آخرت نېکمرغی ور په برخه کړی.

 

د ګهیځ جریدې د چاپ په اړه د وروستیو لیکوالو نظرونه:

متأسفانه د نا معلومو دلایلو په وجه د ګهیځ جریدې د خپرونو او د دې جریدې د بنسټ ګر شهید منهاج الدین ګهیځ په اړه په تاریخی کچه او له مطبوعاتی اړخه یا معلومات کم یا ناقص دی. په ځینو څېړنیزو کتابونو کې بیا د جریدې او د هغه د بنسټګر شهید ګهیځ په اړه ضد او نقیض معلومات را ټول شوی دی. هغه مواد چې مونږ د دې موضوع په تړاو پیدا او ګټه مو ترې پورته کړای شوه په لاندې ډول دی: ‎‎‎

۱- د ګهیځ کلیکسیونونه (۶/حوت/۱۳۴۷- ۲۷/حوت/۱۳۵۱)

۲- تاریخ مطبوعات افغانستان (از شمس النهار تا جمهوریت)، جلد اول، مؤلف: پروفیسور رسول رهین، ناشر: انتشارات سعید، چاپ دوم/ زمستان ۱۳۹۱ هـ ش.

۳- تاریخ سیاسی افغانستان معاصر۴ (نهضت اسلامی افغانستان)، مؤلف: ابوذر پیرزاده، انتشارات حامد رسالت، چاپ: اول، ۱۳۹۴هـ ش، ج: ۴.

۴- تاریخ و روزنامه نګاری افغانستان، مؤلف: دکتور حلیم تنویر، ناشر: انستیتیوت تحقیقات و باز سازی افغانستان در هالند، چاپ: مرکز نشراتی اسلامی صبور، ۱۳۷۸ هـ ش/۲۰۰۰میلادی.

لکه چې یادونه وشوه پدې پورته ذکر شویو کتابونو کې د ګهیځ جریدې د لومړی چاپ په اړه نیمګړتیاوې او ضد او نقیض خبرې شته، د بېلګې په توګه په دغه څو کتابونو کې وایی چې د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه د ۱۳۴۷ لمریز کال د میزان په ۲۱مه نېټه چاپ شوې ده او دا خبره بیا په همدې ډول له یوه څخه بل اقتباس کړې ده پرته لدې چې په اړه یې تحقیق وکړی او یا د ګهیځ جریدې کلیکسیون ته مراجعه وکړی.

 

             د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه د دلوې ۶مه ۱۳۴۷ لمریز کال

پداسې حال کې چې د ګهیځ جریدې د شته کلیکسیون له لومړۍ ګڼې تر (۱۷۰) ګڼې که وکتل شی پورتنۍ نېټه پکې نشته، د ګهیځ جریدې شته کلیکسیون ښکاروی چې د دې جریدې لومړۍ ګڼه د یکشنبې په ورځ د ۱۳۴۷ لمریز کال د دلوې یا سلواغې په ۶مه نېټه له چاپه راوتلې ده او بیا هره یکشنبه چاپ شوې[12].

پروفیسور رسول رهین په خپل کتاب «تاریخ مطبوعات» کې لیکی چې د ګهیځ له شهادت څخه وروسته د ګهیځ جریده چاپ نشوه، حال دا چې د هغه وخت عینی شاهدان وایی چې د شهید ګهیځ تر شهادت وروسته هم د ګهیځ جریده د مولوی عبدالرب احدی وردګ په امتیاز او د لعل محمد الیاس خېل او د عارف پیمانی په مدیریت سره چاپ شوې ده.

د گهیځ جریدې له هغه کلیکسیون څخه چې زموږ په لاس کې دی داسې ښکاری چې د شهید ګهیځ تر شهادت وروسته دولس ګڼې نورې هم چاپ شوې دی او تر هغې وروسته د نامعلومو وجوهاتو له کبله جریده له چاپه پاتې شوې ده.

خو د شهید منهاج الدین ګهیځ د عصر یو ملګری مولوی محمد رسول مشهور په څارنوال نقیب الله د ګهیځ د جریدې په اړه وایی چې د ګهیځ جریده په هېواد کې د داود خان د کودتا تر مهاله چاپېدله، نو داسې معلومېږی چې دا جریده د ۱۳۵۲ لمریز کال د سرطان تر میاشت پورې چاپ شوې ده خو مونږ متأسفانه ونشوی کولای په ۱۳۵۲ لمریز کال کې چاپ شوې جریده پیدا کړو.

 

د منهاج الدین ګهیځ د شهادت په اړه د لیکوالو نظرونه:

لکه څه ډول چې د ګهیځ جریدې د چاپ او مخونو په اړه بېلابېل نظرونه شته، کوم منابع چې زموږ په لاس کې دی د شهید استاد ګهیځ د شهادت د نېټې په اړه هم بېلابېل نظرونه لیکی، څوک د سنبلې ۱۶، ۱۵ او ۱۹ مه ښیی.

ابوذر پیرزاده صیب په خپل کتاب «تاریخ سیاسی افغانستان معاصر۴» (نهضت اسلامی افغانستان) د ګهیځ صیب د شهادت نېټه د سنبلې ۱۹ مه ښیی او د ځینو شواهدو په وړاندې کولو سره همدغه نېټه سمه گڼی، مګر د ګهیځ کلیکسیون کې کومه ګڼه چې د استاد منهاج الدین ګهیځ تر شهادت وروسته چاپ شوې ده؛ په هغې کې د «شهید افغان» تر سرلیک لاندې پدې اړه یو مضمون خپور شوی، هلته یې د شهادت نېټه د سنبلې ۱۶مه ښودل شوې ده[13] همدارنګه د کندوز د خان آباد ولسوالۍ اړوند د چهار آسیاب په سیمه کې د شهید منهاج الدین ګهیځ د قبر پر مرمرینه ډبره هم د نوموړی د شهادت نېټه د سنبلې ۱۵ لیکل شوې ده.

 

د ګهیځ جریدې د تأسیس موخه د منهاج الدین په خپل قلم:

ګهیځ د کومې موخې په خاطر خپل خپرنیز مزل پیل کړ؟

دا چې هغه مهال په افغانی ټولنه کې اقتصادی، کلتوری، ژبنی او عقیدوی استعمار په ګډه او یو ځای هڅه کوله تر څو د افغانی ټولنې هر څه په خپله غېږه کې راونغاړی نو ځکه «ګهیځ» خپل خپرنیز مزل پیل کړ.

د ګهیځ په لومړۍ ګڼه کې د (زموږ مرام) تر عنوان لاندې په لومړی او درېیم مخ کې په بشپړه توګه ددې پوښتنې ځواب لیکل شوی دی چې زه یې کټ مټ د لوستونکو مخې ته ږدم.

 

زمونږ مرام:

«د دې جریدې د تحریر هیأت عقیده لری چې په عمومی صورت د بشریت سعادت او په خصوصی توګه د افغانی ټولنې د اقتصادی، اجتماعی او اخلاقی بنیاد د ټینګېدلو رمز او په دوی کې د ایثار او همکارۍ احساس را پیدا کېدل او د یوې قوی مهذبې، پرمختللې او غنی افغانی ټولنې تشکیل یواځې او یواځې د اسلام مقدس دین په منلو او د هغه په عملی کولو منځ ته راتلای شی.

مونږ وینو چې زموږ جامعه اقتصادی استعمار، کلتوری، ژبنی او عقیدوی استعمار کږې لارې ته راکاږی.

مونږ عقیده لرو چې لوی او ګران افغانستان یو مقدس تاریخی او جغرافیایی موجودیت دی او دا سپېڅلتیا د دغه هېواد په غرو او رغونو کې په دښتو او سیندنو کې، په خاورې او هوا کې ترکیب شوی او هغه د دغې پاکې خاورې د خلکو د قوی او سپېڅلی ایمان څخه راپیدا شوی چې په دغې خاورې یې وینې تویې شوې او په کې خښ شوی دی.

دا لیدل شوی چې په شرق کې د افغانانو په څېر هېڅ قوم د اسلام دین د خپرېدلو لپاره خپل سرونه ندی ورکړی او نه هېڅ قوم د غرب سیاسی او مذهبی استعمار ته دومره کلکه څپېړه ورکړې ده.

تاریخ شاهد دی چې زمونږ خلکو د خپلو معتقداتو او عنعناتو د ساتنې په لیار کې سختې قربانۍ ورکړې دی. د هېواد اوسنی نسل دا مکلفیت لری چې خپل ټول دینی او ملی نوامیس د خپل ژوندانه په بیه وساتی او په ټول قوت سره هڅه وکړی چې په دغه ملت کې څرنګه چې خدای امر کړی دی اسلامی اخلاق ټینګ پاتې شی او خپل هېواد له استعمار څخه چې کله په تقلبی مذهبی رنګ او کله د قو غوړیو د لوبغاړو په سرو شونډو او یا د ترانس پرانت صابون تر شا یا د ګمراه کوونکو فلمونو، مجلو او کتابونو په مخونو کې او کله بیا د (ایزم) او (تیک) د عنوان لاندې او ځینې وختونه په مینی ژوب، تویست او نورو غربی دودونو کې ښکاره کېږی وساتی.

موږ په دې ایمان لرو چې زمونږ په مملکت کې طبقاتی هسک والی او ټیټوالی، اقتصادی کمزورتیا، بې سوادی، ظلم، ناروغی او د ژوند نور مشکلات له دینی عقایدو څخه منځ ته ندی راغلی، بلکې په دغو چارو کې لږ څه خارجی استعمار او تر زیاتې اندازې پورې داخلی استثمار او لوټ ماری لوی لاس لری.

که د دې ټولنې مشران او کشران د یوه مکلفیت له مخې د اسلام د مقدس دین پیروی وکړی په دې کې شک نشته چې زمونږ د ټولنې دغه ټولې بې عدالتۍ او بېرته پاتې کېدل به زر تر زره ورک او مونږ به اخلاقی او مادی معراج ته ورسېږو.

مونږ په دې پوهېږو چې تزییناتی او فیشنی ژوند خلک، خصوصاً بېرته پاتې شوې ټولنې د نابودۍ خوا ته راکاږی. کوم شی چې دغو ټولنو ته پکار دی هغه محض د پردیو د تهذیب او کلچر تقلید نه دی، بلکې د عالی ټکنالوجۍ، د ښو اجتماعی روابطو او اخلاقو درلودل دی.

موږ د خارجی غیر ضروری لکسو شیانو، قاچاق، یو اړخیزه تجارت، رشوت، اختلاس، ارتجاع، استبداد او د قانون ماتولو سره کلک مخالف یو، مونږ ته دا ثابته شوې ده چې په خپل سر حکومتونه هېڅکله د دې خاورې د خلکو د رنځ دوا نشی کولای او د حکومت په اجراآتو کې باید خلک د ولسی جرګې له لیارې مداخله وکړی، مونږ به هم تر وسه وسه پورې د قانون له لیارې هڅه وکړو چې دغه صلاحیت په واقعی توګه ولسی جرګې ته وسپارل شی.

مونږ د اسلام مقدس دین، د ساینس، تخنیک او د مدافعې لپاره د هر راز وسلې او منظمو قواوو د لرلو، د ځمکې د مخ د ترقۍ او پرمختګ لپاره د هر ډول امکاناتو څخه کار اخیستلو او د فضا د یوې برخې د تسخیرولو مخالف نه ګڼو، او دغه راز عقیده لرو چې په هرې ټولنې کې صالح او سالم تمدن، او د پوهنې او ساینس له لیارې د انسان پرمختګ هېڅکله د اسلام سپېڅلی دین په مخ کې خنډ نشی کیدای، بلکې زمونږ پوره باور دی چې د بشریت د رفاهیت او هوساینې لپاره د خدای اوامرو ته غاړه ایښودل او په ژوندانه کې فعالیت کول دواړه لازم دی. مونږ غواړو چې د دې جریدې د خپرولو په وسیله هغه توره پرده نن سبا د ځینو متعصبو او نارسېدلو متصوفینو او یا د علم د مدعیانو او هغو ځوانانو د ناوړه فکرونو په اثر چې دین د علم او دنیوی پرمختګ مانع ګڼی د حقیقی دیندارانو او وطن پالونکو منورو ځلمیانو ترمنځ ځړېدلی ده لرې کړو.

مونږه د پښتونستان خاوره د پښتوستان د خلکو روا حق ګڼو او له خپلو پښتونستانی وروڼو سره د ډېرو نږدې سیاسی او اجتماعی تعلقاتو ټینګېدلو غوښتونکی یو، او غواړو چې زمونږ دغه وروڼه خپلو مشروعو حقوقو ته ورسېږی او د دغه منظور د رسېدو په لار کې به خپله ټوله هغه مرسته ونه سپموو چې د افغانستان ولسی جرګه یې تائید کړی»[14].

دا دی زمونږ مرام او معتقدات

ومن الله التوفیق

د ګهیځ د جریدې شعار:

د ګهیځ جریدې په کیڼ اړخ کې زموږ شعار تر عنوان لاندې څو کرښې داسې لیکل شوې دی:

«موږ په دې ایمان لرو چې په ټولو اجتماعی، اخلاقی او اقتصادی مفکورو او مسلکو کې د اسلام تعلیمات کامل او د بشر لپاره مفید دی او هم خپل ملیت تر ټولو لوړ ګڼو، زموږ خلک هغه وخت نېکمرغۍ ته رسېږی چې د اسلام اوامرو ته پابند وی او خپل ملیت ته په درنه سترګه وګوری.» [15]

پورتنۍ څو کرښې د ګهیځ په (۱۷۰) مسلسلو ګڼو کې راغلی دی چې د ګهیځ تګ لاره او نشراتی برنامه موږ ته روښانه کوی او د هغه فکری خط موږ ته ښیی او په همدې شعار سره یې ځان د هغه مهال له کیڼ اړخو رسنیو څخه بېل کړی دی، پر دې سربېره یې ملت دې ته هڅولی چې د اسلام دین د ژوندانه لپاره یو مکمل او پوره برنامه ده او د هغې په عملی کولو سره انسان د دنیا او آخرت نېکمرعی ترلاسه کوی. د ګهیځ د جریدې د هغه مهال یو لوستونکی محترم قاضی محمد حسن اسلامی د جریدې په اړه داسې خپل نظر وړاندې کوی او وایی: «د ګهیځ جریدې د خپرونو په پیل سره خلکو د اسلام اصیل فهم ته لاره پیدا کړه، اسلامی ویښتابه د پخوا په پرتله وده وکړه، د کمونیزم او کمونیستی افکارو سره مقابله او مبارزه پیل شوه او په دې اړه تفصیلی لیکنې ګهیځ جریده کې خپرې شوې او ګهیځ جریدې وکولای شول هغه وخت د افغانستان خلک د نورې نړۍ له اسلامی حرکتونو سره ونښلوی.»

وکالت ته د شهید ګهیځ کاندیدېدل:

د ګهیځ جریدې په یوه ګڼه کې په پارلمانی ټاکنو کې د شهید منهاج الدین ګهیځ د کاندیدیدو یو وړوکی خبر خپور شوی دی، پدې اړه د نوموړی شهید مشر زوی امین الدین ګهیځ په یوه ځانګړې مرکه کې مونږ ته د ګهیځ صیب د کاندیدا پخلی وکړ، که څه هم په دې اړه نور تفصیل نشته، خو یوازې د ګهیځ جریدې په یوه ګڼه یعنې (یو دېرشمه ګڼه، د تلې ۶ مه ۱۳۴۸، د رجب المرجب ۱۷مه ۱۳۸۹) ګڼه کې د زموږ جریده تر عنوان لاندې داسې لیکل شوی دی: «د ګهیځ جریدې دېرشمه ګڼه د اسد په ۲۶ مه خپره شوه او پس له هغې مو د انتخاباتو تر ختمه وځنډوله، د دې جریدې مسؤول مدیر په خان آباد کې کاندید ؤ او د یو صالح سړی په مقابل کې یې ماتې وکړه»[16]

د ګهیځ جریدې د هغه وخت بېلابېلو ګڼو ته په کتو له ورایه معلومېږی چې شهید منهاج الدین ګهیځ یوازې د ژورنالیزم په برخه کې مخکښ نه ؤ او په اصطلاح یوازې د قلم سړی نه ؤ، بلکې هغه غوښتل چې خپل ولس ته په ټولو برخو کې خدمت وکړی او د ملت لپاره هر ډول سختۍ او ربړونې وګالی او همداسې وشول، تر دې چې خپل خوږ ژوند یې په همدې لیار کې قربان کړ او خپل نوم یې تل پاتې کړ.

 

د ګهیځ جریدې د هغه وخت لیکوالان:

د ګهیځ اونیزې په خپلو پاڼو کې په دواړو رسمی او ملی ژبه (پښتو) او دری او همدا ډول په ترکی (ترکمنی) ژبه لیکنې خپرې کړی دی او په ټولیزه بڼه څلور ډوله لیکوالانو پکې لیکنې کړی دی. یوه ډله لیکوالانو په پښتو او دری لیکنې کړی، یوې ډلې یوازې په پښتو او بلې ډلې یوازې په دری لیکنې کړی دی او د مخدوم تالقانی په نامه یوه تن پکې په ترکی (ترکمنی) ژبه هم لیکنې کړې دی. د ګهیځ جریدې د څو کلونو کلیکسیون څخه مو د (۱۶۶) تنو نومونه راویستلی دی چې پدې اونیزه کې یې لیکنې خپرې شوې دی، هغه نومونه یې په لاندې توګه دی:

۱- محمد یونس حیران (دری)، ۲- محمدیونس خالص (پښتو/دری)، ۳- م. هـ. م (دری) (د لیکوال اصلی او بشپړ نوم ندی معلوم)، ۴- مؤمن (پښتو)، ۵- مولانا مجاهد (پښتو)، ۶- ربانی (چې په اغلب ګومان مرحوم استاد برهان الدین ربانی) (دری)، ۷- پیواړ (دری)، ۸- د ذره بین په قلم(پښتو/ دری)، ۹- افغان(پښتو)، ۱۰- عبدالمنان ملګری(پښتو)، ۱۱- میرآقا فاروق(دری)، ۱۲- سید تاج الدین از میرویس میدان(دری)، ۱۳- اورمړ(دری/ پښتو)، ۱۴- به قلم فضل الرحمن بلیغ از خلم(دری)، ۱۵- داود زهدی(دری)، ۱۶- مېرمن خاټول از چاردهی(دری/پښتو)، ۱۷- خواجه محمدظاهر قاید از خلم(دری)، ۱۸- فضل الرحمن بلیغ د خلم ولسوالۍ څخه، ۱۹- صابر هروی(دری)، ۲۰- المسترحم من الله غ، ن(پښتو)، ۲۱- مېرمن شهلا(دری/پښتو)، ۲۲- ب کمکی(پښتو)، ۲۳- دهنوی(دری/ پښتو)، ۲۴- حبیب الرحمن فارغ التحصیل نادریه(دری)، ۲۵- عبدالستار از لوګر (دری)، ۲۶- شیردل(دری)، ۲۷- عبدالرحیم پلی(پښتو)، ۲۸- عبدالستار(دری)، ۲۹- محقق(پښتو)، ۳۰- نرګس له شاه شهید څخه (پښتو)، ۳۱- عبدالرزاق الیشنګی(پښتو)، ۳۲- قربانعلی مغموم(دری)، ۳۳- محمد اسلم از شهرغزنی(دری)، ۳۴- محمد امان جلریزی(دری)، ۳۵- تورګل له خان آباد څخه (پښتو)، ۳۶- ګل محمد صد برګی(دری)، ۳۷- محمد عبدالله احمد طارق(دری)، ۳۸- محمد جان توفیق(دری)، ۳۹- بقلم مولوی ب، ن از خان آباد(دری)، ۴۰- همراه قل(مکتوم) از ولایت تخار(دری)، ۴۱- محمد خان داد دلی(دری)، ۴۲- سید عبدالعلی رحمانی، ۴۳- سید روح الله حیدری، چار باغ لغمان(دری)، ۴۴- ملیار(دری)، ۴۵- قاری محمداکبر بارز(دری)، ۴۶- ع. جهانسوز(پښتو)، ۴۷- فضل قیوم(پښتو)، ۴۸- جان علی از غزنی(دری)، ۴۹- محمد ابراهیم ارسلایی(پښتو)، ۵۰- محمد نبی پشتون خالقی(دری)، ۵۱- ع. مدافع(دری)، ۵۲- اشرف درد دیده(دری)، ۵۳- م. دلجو(پښتو)، ۵۴- پکتویس(دری)، ۵۵- محمدزبیر زبیری(دری)، ۵۶- تورګل مرموز دادلی(پښتو)، ۵۷- محمدصدیق بورا(دری)، ۵۸- ق مرموز(پښتو)، ۵۹- حبیب الرحمن نجرابی(دری)، ۶۰- دادلی(دری)، ۶۱- ذوالفقار(دری)، ۶۲- ګ. انجیل وال، ۶۳- خوږمن(پښتو)، ۶۴- مشتعل(دری)، ۶۵- زدرانپور(دری)، ۶۶- ص عجم(دری)، ۶۷- س، ک: شیرخانی(پښتو)، ۶۸- عبدالرازق فهیم قرآنی(پښتو)، ۶۹- عبدالسلیم فرقانی(دری)، ۷۰- محمد علی دهقان از خان آباد(دری)، ۷۱-محمد امین بیابانی(دری)، ۷۲- ژړاند(پښتو)، ۷۳- باور (پښتو)، ۷۴- صالح محمد صلاح(پښتو)، ۷۵- صاحب شاه عنبرزی(پښتو)، ۷۶- فضل محمد (پښتو)، ۷۷- محمدعارف پیمانی(پښتو)،  ۷۸- یعقوب حسن قریشی از کابل(دری)، ۷۹- نورمحمد صدیقی معلم لیسه غازی(دری)، ۸۰- فضل غنی(دری)، ۸۱ – مولوی امین الله حلیم (دری)، ۸۲- د محمد علی په قلم(پښتو)، ۸۳- زرغونه له کندهاره(پښتو)، ۸۴- ښایسته میر محسن ننګرهاری (پښتو)، ۸۵- بحرالدین له کندهاره(پښتو)، ۸۶- غفوری، ۸۷- محمداسماعیل مخدوم تالقانی(دری/ترکی(ترکمنی))، ۸۸- عبدالغفور منصوری(دری)، ۸۹- ملهم ابراهیم خېل(پښتو)، ۹۰- ملابنویس (دری/پښتو)، ۹۱- عبدالحی از بادغیس(دری)، ۹۲- محمدظاهر از پوهنتون(دری)، ۹۳- ک، ژ، ب (دری)، ۹۴- رضوان از پوهنځی شرعیات(پښتو)، ۹۵- حبیب الرحمن از پوهنتون(دری)، ۹۶- مستعان(پښتو) ، ۹۷- سامع از پوهنتون(دری)، ۹۸- یعقوب ریموند: پاریس(دری)، ۹۹- عایله(دری)، ۱۰۰- محمدعارف(پښتو)، ۱۰۱- عارف(دری)، ۱۰۲- خدا پرست(دری)، ۱۰۳- فدا محمد فدا(دری)، ۱۰۴- سیداحمد فراق ار کاپیسا(دری)، ۱۰۵- محمدنسیم عابد(پښتو)، ۱۰۶- طارق ظفریار از پوهنتون کابل(دری)، ۱۰۷- محمدعاصم از اروپا(دری)، ۱۰۸- غزنیچی(دری)، ۱۰۹- الیاس خیل (دری)، ۱۱۰- کبیر داوری(دری)، ۱۱۱- خدا شناس(دری)، ۱۱۲- وطن دوست (دری)، ۱۱۳- رحمت الله صافی(دری)، ۱۱۴- عبدالاحد عشرتی(دری)، ۱۱۵- اسلام دوست(دری)، ۱۱۶- س محمود کرام(دری)، ۱۱۷- محمد ناصر سرمعلم مکتب متوسطه شیخ علی(دری)، ۱۱۸- سید رسول ذبیح (دری)، ۱۱۹- امیرمحمد موحد(پښتو)، ۱۲۰- سیدرحمن باور(پښتو)، ۱۲۱- نثار فارغ التحصیل لیسه حبیبه (دری)، ۱۲۲- محمد عارف پیمانی(پښتو/دری)، ۱۲۳- مشاهد از هرات(دری)، ۱۲۴- ذبیح (دری)، ۱۲۵- خداپرست(دری)، ۱۲۶- عبدالله باحث(دری)، ۱۲۷- عبدالحمید سالک(دری)، ۱۲۸- شیرمحمد موفق(دری)، ۱۲۹- محمدظاهر احمدزی(پښتو)، ۱۳۰- سوزان (دری)، ۱۳۱- مولوی شاه صفی(دری)، ۱۳۲- محمدظاهر طالب(پښتو)، ۱۳۳- د ګلیار په قلم(پښتو)، ۱۴۳- محمد حسین (پښتو)، ۱۳۵- لیلی مجددی(دری)، ۱۳۶- عشرت آبادی(دری)، ۱۳۷- شمس الله کمال زاده(دری)، ۱۳۸- محمد ابرار لودین(پښتو)، ۱۳۹- نجم الرحمن سیار، ۱۴۰- غلام الدین غلجی، ۱۴۱- دین دوست(دری)، ۱۴۲- طالب جان (پښتو)، ۱۴۳- م، ق آویزی(دری)، ۱۴۴- انجنیر خالد(دری)، ۱۴۵- وړوکی (پښتو)، ۱۴۶- مولوی عبدالرب احدی وردګ(پښتو)، ۱۴۷- م، ر طالب(پښتو)، ۱۴۸- محمود پیر بابا(دری)، ۱۴۹- ع، مدافع (دری)، ۱۵۰- م.ش احمدزی(پښتو)، ۱۵۱- محمدنسیم عابد(دری)، ۱۵۲- جانباز سیار(پښتو)، ۱۵۳- عبدالکریم دهنوی(پښتو)، ۱۵۴- محبت شاه اصیل(دری)، ۱۵۵- خ، ص (دری)، ۱۵۶- احمدی(دری)، ۱۵۷- چوکیدار(دری)، ۱۵۸- غلام محمد شینواری(پښتو)، ۱۵۹- سراج الدین پژواک(دری)، ۱۶۰- تابان(پښتو)، ۱۶۱- رڼاګل له ننګرهار څخه (پښتو)، ۱۶۲- بورا(دری)، ۱۶۳- تتبع ملیار(دری)، ۱۶۴- به قلم مولوی ب، ن از خان آباد(دری)، ۱۶۵- فاروق علی (دری)، ۱۶۶- سید عبدالعلی رحمانی(دری)

 

د ګهیځ جریدې شاعران:

د ګهیځ اونیزې په بېلابېلو ګڼو کې د هېواد د هغه وخت د تکړه شاعرانو شعرونه چاپ شوی دی او هغه مهال یې ټولنه شعرونو څخه مستفید شوې وه اوس به یې راتلونکی نسل ترې ګټه اخلی، د ګهیځ جریدې په بېلابېلو ګڼو کې د (۳۰) تنو شاعرانو شعرونه خپاره شوی دی چې نومونه یې په لاندې ترتیب لیکل شوی دی:

۱- عبدالمنان ملګری(پښتو)، ۲- غلام محمد اعظمی(دری)، ۳- اجمل(پښتو)، ۴- پیر زاد(پښتو)، ۵- اجمل خټک(پښتو)، ۶- احمد صدیق حیا(دری)، ۷- باور(پښتو)، ۸- فاروق(دری)، ۹- ایرج مرزا(دری)، ۱۰- سراج الدین فضیلت(دری)، ۱۱- شاه مقصود اکرم(دری)، ۱۲- غلام رحمن جرار(پښتو)، ۱۳- ماهن دروازی(دری)، ۱۴- غلام حسین ظهیر(پښتو)، ۱۵- لالی ماما نور زایی(پښتو)، ۱۶- میرزا محمد دولت شاه وال(پښتو)، ۱۷- سراج الدین پژواک(دری)، ۱۸- الحاج محمدابراهیم خلیل(دری)، ۱۹- عبدالستار ناطق بدخشان(دری)، ۲۰- سید رحمت الله منیب(دری)، ۲۱- محمدیونس خالص(پښتو)، ۲۲- میرمحمد امین مشعوف(دری)، ۲۳- فیضی لوګری زقوم زاده(دری)، ۲۴- محمد داعی از ولایت غور(دری)، ۲۵- نوشاد(دری)، ۲۶- محمدحسن (پښتو)، ۲۷- غلام سرور حقیار(پښتو)، ۲۸- حسینی(پښتو)، ۲۹- سید حبیب الرحمن صلاح (پښتو)، ۳۰- مژده(دری)

 

د ګهیځ اونیزې ژباړونکی:

د ګهیځ په جریده کې لاندې کسانو د نورو ژبو څخه لیکنې ژباړلې دی چې بیا همدلته خپرې شوې دی:

۱- غلام علی دلسرد(دری)، ۲- سید عبدالعلی رحمانی(دری)، ۳- ع. مدافع(دری)، ۴- عبدالرحمن منکوب(دری)، ۵- ذوالفقار(دری)، ۶- پکتویس(دری)، ۷- حسین ګلیار(پښتو)، ۸- احمدطارق(دری)، ۹- برکت الله (پښتو)، ۱۰- ظ.ا، ۱۱- خاټول(پښتو)، ۱۲- الحاج محمد اسحق (دری)، ۱۳-سیدحمیدالله دانشمل له کندهاره(پښتو)، ۱۴- سپین لالا(پښتو)، ۱۵- کمال(پښتو)، ۱۶- رضوان(پښتو)، ۱۷- راحت(پښتو)، ۱۸- ابوطارق(دری)، ۱۹- منهاج الدین ګهیځ شهید افغان(دری)، ۲۰- غروال

 

 په مستعار نامه د ګهیځ جریدې لیکوالان:

د ګهیځ جریدې په بېلابېلو ګڼو کې داسې ډېرې لیکنې تر سترګو کېږی چې ښکاری لیکوال یې د بېلابېلو لاملونو له امله خپل اصلی نوم پټ کړی او په مستعار نوم یې لیکنه کړې، استاد عبدالاحد عشرتی د ګهیځ اونیزې هغه لیکوال دی چې هغه وخت د یادې اونیزې د لیکنو ډېره برخه د ده په قلم لیکل شوی دی او په مختلفو نومونو یې لیکنې کړې، محترم استاد عبدالاحد عشرتی له اوسنی ګهیځ (ګهیځ ټولنې) سره په یوه مرکه هغه مستعار نومونه هم یاد کړل چې ده خپله په ګهیځ جریده کې په هغه لیکنې کولې.

(ع. مدافع، ع. غزنوی، ابوطارق، خاټول از چهاردهی، محمد عبدالله، احمدطارق، فاروق علی، عبدالستار از لوګر، پکتویس، زدرانپور، اورمړ، مېرمن شهلا، مېرمن خاټول، غزنیچی)[17] خو د دې امکان هم شته چې د عمر د زیاتوالی له امله د استاد عشرتی ځینې هغه مستعار نومونه هیر شوی وی چې ده هغه مهال د ګهیځ اونیزې په صفحاتو کې پرې لیکنې کولې. استاد عشرتی هغو لیکنو ته چې هغه وخت د ګهیځ په جریده کې خپرېدې او د لیکوالو مستعار نومونه یې څوک نه پېژنی په لاندې توګه اشاره کوی: «ګ. انجیل وال، ب. کمکی، م. دلجو، م.هـ.م، ق مرموز، پیواړ، ک.ژ.ب، ع.ع، س محمود کرام، سپین لالا، ظ.۱، خ.ص، چوکیدار، م.ش احمدزی، م.ر طالب، م.ق آویزی، س.ک: شیرخانی، ص عجم، ع. جهانسوز.»

زمونږ سره د ګهیځ اونېزې د هغه وخت د شته کلیکسیونونو له مخې د جریدې د لیکوالو، شاعرانو او ژباړونکو دغه نوملړ ترتیب شو، خو دا هم امکان لری چې دا لست ناقص وی او پردې کسانو سربېره ځینې نورو قلموالو هم څه په خپل نامه څه په مستعار نامه، له اونېزې سره قلمی همکاری درلودلې وی، چې مونږ نه یو توانیدلی لاسرسی ورته پیدا کړو یا زمونږ له نوملړ څخه پاتې دی؛ ځکه نو باید یوازې په همدې شته کسانو هم اکتفا ونشی.

 

د شهید ګهیځ د یاد ژوندی ساتلو لپاره وړاندیزونه:

– د شهید استاد منهاج الدین ګهیځ په اړه باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د افغانستان علومو اکاډمۍ علمی کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ کړی.

– د ګهیځ جریدې د هغه وخت لیکنې دې له سره ولیکل شی او مضامین دې خپاره شی ترڅو د علم او پوهې زده کړیالان ترې ګټه پورته کړی.

– د شهید منهاج الدین ګهیځ د شخصیت پېژندې په اړه دې تفصیلې کتابونه ولیکل شی.

– څرنګه چې شهید منهاج الدین ګهیځ د مطبوعاتو په تاریخ کې یو ځلانده ستوری دی باید په هېواد کې د ژورنالیزم یو انسټیټیوټ د ده په نامه ونومول شی.

 

مأخذونه:

۱- د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه/ یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال.

۲- رهین، پروفیسور عبدالرسول، تاریخ مطبوعات افغانستان، چاپ دوم/ زمستان ۱۳۹۱، ناشر انتشارات سعید، ۴۲۹ مخ.

۳- دویشتمه ګڼه، یکشنبه ۱۲/۶/۱۳۵۱ او پرله پسې ۱۵۸ ګڼه

۴- درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹

۵- د ګهیځ جریده (۳۴مه ګڼه، ۱۳۵۱ د حوت ۲۷مه، پرله پسې ګڼه ۱۷۰)

۶- څارنوال نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

۷- درویشتمه ګڼه، یکشنبه د عقرب-۲-۱۳۵۰ د روژې ۵-۱۳۹۱، پرله پسې ګڼه ۱۱۷، درېیم مخ.

۸- لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ثور ۱۹-۱۳۵۰، پرله پسې ګڼه ۹۵

۹- د ګهیځ جریده (درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹)

۱۰- د ګهیځ جریده (۲۹ ګڼه ۱۳۵۱، د دلوې ۲۲مه، پرله پسې ګڼه ۱۶۵)

۱۱-  څارنوال نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

۱۲- د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ثور۱۹-۱۳۵۱، پرله پسې ګڼه ۹۵)

۱۳- څارنوال نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

۱۴- د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه -۱۳۴۷ کال د دلوې (۶) نېټه هره یکشنبې خپرېږی د یوې ګڼې بیه ۲- افغانۍ)

۱۵- د ګهیځ کلیکسیون د ۱۳۴۷لمریز کال- د ۱۳۵۱د حوت ۲۷ مه

۱۶- د ګهیځ جریده (درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹، درېیم مخ)

۱۷- د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه/یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال، لومړی او دویم مخونه

۱۸- د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال، لومړی مخ.)

۱۹- د ګهیځ جریده (یو دېرشمه ګڼه، د تلې ۶ مه ۱۳۴۸، د رجب المرجب ۱۷مه ۱۳۸۹)

۲۰-  استاد عبدالاحد عشرتی سره د ګهیځ ټولنې ځانګړې مرکه ۲۳/۱/۱۴۰۱لمریز

 

[1]– د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه/ یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال

 

[2]– رهین، پروفیسور عبدالرسول، تاریخ مطبوعات افغانستان، چاپ دوم/

زمستان ۱۳۹۱، ناشر انتشارات سعید، ۴۲۹ مخ.

[3]– دویشتمه ګڼه، یکشنبه ۱۲/۶/۱۳۵۱ او پرله پسې ۱۵۸ ګڼه

 

[4]– درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹

 

[5]– درویشتمه ګڼه، یکشنبه د عقرب-۲-۱۳۵۰ د روژې ۵-۱۳۹۱، پرله پسې ګڼه ۱۱۷، درېیم مخ.

 

[6]– لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ثور ۱۹-۱۳۵۰، پرله پسې ګڼه ۹۵

 

[7]– د ګهیځ جریده (درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹)

 

[8]– د ګهیځ جریده (۲۹ ګڼه ۱۳۵۱، د دلوې ۲۲مه، پرله پسې ګڼه ۱۶۵)

 

[9]– څارنوال صاحب نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

 

[10]– د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د ثور۱۹-۱۳۵۱، پرله پسې ګڼه ۹۵)

 

[11]– څارنوال صاحب نقیب الله سره ځانګړې مرکه، ۲۴/۵/۱۴۰۱ لمریز

 

[12]– د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه- ۱۳۴۷ کال د دلوې (۶) نېټه هره یکشنبې

خپرېږی د یوې ګڼې بیه ۲- افغانۍ)

[13]– د ګهیځ جریده (درویشتمه ګڼه، ۱۳۵۱ د قوس ۲۶، پرله پسې ګڼه ۱۵۹، درېیم مخ)

 

[14]– د ګهیځ جریدې لومړۍ ګڼه/یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال، لومړی او دویم مخونه.

 

[15]– د ګهیځ جریده (لومړۍ ګڼه، یکشنبه د دلوې ۶مه، ۱۳۴۷ لمریز کال، لومړی مخ.)

 

[16]– د ګهیځ جریده (یو دېرشمه ګڼه، د تلې ۶ مه ۱۳۴۸، د رجب المرجب ۱۷مه ۱۳۸۹هـ ق)

 

[17]– استاد عبدالاحد عشرتی سره د ګهیځ ټولنې ځانګړې مرکه ۲۳/۱/۱۴۰۱

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.