جاپان له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دفاع وزارت له لوری په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د افغانستان دفاع وزیر کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشی کورومایا سره کتلی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې پر اساس په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا ټینګښت ټینګار شوی او ویل شوی، چې سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په کابل کې د جاپان سفیر هم په دغه کتنه کې د سرتاسری امنیت او له نشه یی توکو سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت د کړنو ستاینه کړې او ویلی یې دی، چې جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، زده کړو او په نورو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.