کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان – ایران د سوداګرۍ، صنایعو او کرنې ګډه خونه وایی، افغان سوداګرو ایران کې د درې میلیارده ډالرو په اندازه پانګونه کړې ده.
ایرانی رسنیو د دغې ګډې خونې د رییس په حواله راپور ورکړی، چې ایران کې ۵۰ سلنه ثبت شوی شرکتونه د افغانانو دی.
د افغانستان – ایران د سوداګرۍ، کرنې او صنایعو د ګډې خونې رییس دغه راز ویلی، هڅه کوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخه کړی.
بل لور بیا د افغانستان د اقتصاد وزارت بهر کې له افغان پانګوالو غواړی، څو خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوی او دلته یې په کار واچوی.
تر دې وړاندې د سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلی وو، چې افغان سوداګرو ترکیې، متحده عربی اماراتو او پاکستان کې څه د پاسه ۱۵۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ