د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۲۲ ولایاتو کې د باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د سالنګونو په ګډون دغه وړاندوینه د بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل، بامیان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپسا، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی او میدان وردګ ولایتونو لپاره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه  له ۱۵تر ۴۰ ملی مترو پورې اټکل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوی، چې د سالنګونو په ګډون په شمالی، لوېدیځو، سوېلی او مرکزی ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې یې د چټکوالی کچه  له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مټرو پورې وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.