کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار پاور خصوصی شرکت له لوری د سل میګاواټه ګازی برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث شوی.
دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د استازی په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، برېښنا شرکت او ګلبهار پاور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د یاد شرکت له لوری د سل میګاواټه ګازی برېښنا د تولید وړاندې شوې طرحې په اړه تخنیکی بحثونه وکړی او راپور یې په ټاکلی وخت د اقتصادی معاونیت مقام سره شریک کړی.
اقتصادی معاونیت وایی، ګلبهار پاور خصوصی شرکت به د دغه طرحې له مخې په لومړی سل میګاواټه او بیا په تدریجی ډول تر ۷ سوه میګاواټه ګازی برېښنا تولید کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ