کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال په مشرۍ د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد مبارزې عالی کمېسیون د رامنځته کېدو پر طرزالعمل بحث او خبرې شوی.
د خبر پر بنسټ په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزې مرستیال مولوی عبدالحق اخوند ویلی، د روان کال په اوږدو کې یې د کوکنارو ټول کښتونه له منځه وړی او د نشه یی توکو ګڼ کاروباریان یې هم نیولی دی.
بل لور سیاسی مرستیال د دې کمېسیون د جوړېدو موخه د هېواد په کچه د مخدره توکو او مسکراتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه، بزګرانو ته د بدیل کښت موندل او د روږدو کسانو درملنه یاده کړې.
نوموړی ویلی، د نشه یی توکو پر وړاندې د افغان حکومت دریځ روښانه دی او هېچاته په هېواد کې د نشه یی توکو د کرل، تولید او قاچاق اجازه نشته.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ