د آغا جان بند د جوړولو چارې به ژر پیل شی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د اوبو او انرژۍ وزارت ویلی، چې د اروزګان ولایت آغا جان بند د دغه وزارت په کاری لومړیتوبونو کې دی او د مطالعاتو او امکان سنجۍ لپاره یې بودیجه منظوره شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزیر د اروزګان ولایت له مرستیال والی سره کتنه کې ویلی، د حکومت د امیر د لارښوونې سره سم د دې پروژې د پلی کولو لپاره کلک هوډ لری او له همدې امله هڅه کوی، چې چارې یې ژر پیل کړی.

د آغاجان بند د روزګان ولایت په سطحه یو له لویو بندونو څخه دی، چې په جوړولو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او خلکو ته به د برېښنا آسانتیاوې برابرې شی.

دغه بند د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې موقعیت لری او د جوړولو چارې یې په ۱۳۹۵ کال کې پیل شوې، خو بشپړې نه شوې.

د اروزګان ولایت اوسېدونکی هم هیله لری، چې د دغه بند په جوړېدو سره به یې کرنیز سکتور کې د پام وړ بدلون راشی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.