کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هسپانیا فوټبال ملی لوبډلې د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو په پای لوبه کې انګلستان ته ۱-۲ ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولی یې خپله کړه.
دا لوبه چې د برلین د المپیک په لوبغالی کې ترسره شوه، هسپانیا لوبډلې د خپلو ځوانو لوبغاړو لامین یامال او نیکو ویلیامز په شان د غوره نندارې په وړاندې کولو سره بریا خپله کړه او د څلورم ځل لپاره یې دغه اتلولی وګټله.
د لوبې د دوهمې نیمایی په ۴۷مه دقیقه کې د هسپانیې د لامین یامال په پاس نیکو ویلیامز انګلستان ته لومړی ګول ورکړ، خو انګلستان پالمر لوبغاړی په ۷۳ دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې مساوی کړه.
د لوبې په ۸۷ دقیقه کې اسپانیوی لوبغاړی اویارزابال دوهم ګول وواهه او لوبډله یې اتلولۍ ته ورسوله.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ