کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسلامي امارت ویاند خبر ورکړی، چې تېره ورځ کندهار کې د حکومت د امیر په مشرۍ د امنیتي ارګانونو مسوولینو غونډه کړې.
د خبر پر بنسټ په دې غونډه کې د ملي دفاع وزیر مـ.ـولوي محمد یعـ.ـقوب مـ.ـجاهد، د کورنیو چارو وزیر خـ.ـلیفه سـ.ـراج الـ.ـدین حـ.ـقانـ.ـي او د استخباراتو لوی رییس مـ.ـلا عـ.ـبدالحق وثـ.ـیق په ګډون نورو لوړ رتبه امنیتي چارواکو ګډون درلود.
نوموړی زیاتوي، چې په ناسته کې د امنیتي ارګانونو مسوولینو په خپلو استقامتونو کې د پرمختګونو او اجراتو په اړه د مشرتابه مقام ته توضیحات وړاندې کړي دي.
مجاهد همدرانګه ویلي، چې د غونډې په جریان کې د امنیتي ارګانونو په اړوندو ستونزو هم بحث وشو، چې مشرتابه یې د حل په اړه لازم هدایات وکړل.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/