کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د خېبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستانی پوځ پر یوه مرکز وسلوال بریدونه شوی او لا هم جګړه روانه ده.
د لومړینو راپورونو له مخې روانو بریدونو کې تر دا مهاله څلور پاکستانی عسکر وژل شوی او د دوو عسکرو په ګډون نهه تنه ټپیان دی.
پاکستانی پوځ بیا تر اوسه پورې په دې تړاو رسماً څه نه دی ویلی.
ځایی سرچینو رسنیو ته ویلی، چې د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستانی پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټر بم دوه بریدونه وشول او ورپسې نورو وسلوالو بریدونه پیل کړل.
د پاکستانی طـ.ـالبـ.ـانو تحـ.ـریک د دغې برید مسوولیت منلی او ویلی دی چې بشپړ جزیات به د برید له پای ته رسېدو وروسته په ډاګه کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ