کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت روغتیا ریاست مسوولین وایی، د ګوزڼ ویروس دوران د اندېښنې وړ دی او ښایې له یوه ځایه بل ځای ته په چټکۍ سره انتقال شی.
د مسوولینو په خبره له پاکستان څخه راستانه شوی کډوال هم د ګوزڼ ویروس د خپریدو په برخه کې یو ګواښ دی.
د فراه روغتیایی مسوولین د ګوزڼ ویروس دورانی حالت او له پاکستان هېواد څخه راستانه شوی کډوال هغه لاملونه بولی، چې د یاد ویروس د بیا ځلې خپرېدو ګواښ یې رامنځته کړی دی.
د فراه ولایت د عامې روغتیا د کتلوی معافیت مسوولین وایی، د ګوزڼ ضد واکسین روان کمپیانونه په دې موخه تر سره کیږی، چې د ګوزڼ ناروغۍ احتمالی خطرونه له منځه ولاړ شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ