کربلا؛ تاریخی سنګر چې نن یې هم مسلمانان په وینو ساتی!

مونږ مسلمانان هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د قمری کال د محرم الحرام لسمه نېټه د اسلامی تاریخ د یوه مهم او نه هېرېدونکې فصل او باب په توګه یادوو، د هغې ورځې لمانځنه کوو او پدې ورځ د ظلم، له اسلامی اصولو څخه د انحراف او خپل سرۍ په وړاندې د اسلام د ستر پیغمبر د ګران لمسی حضرت حسین -رضی الله عنه- او د هغه د یارانو د ودریدو او بیا د دوی د مظلومانه شهادت یاد په بېلابېلو بڼو تازه کوو او د اسلامی تاریخ د دې سترې او نه هېرېدونکې واقعې لمانځنه کوو.

د عاشورا او محرم الحرام په میاشت کې د نژدې۱۵۰۰ کاله وړاندې د واقعې یادونه او د هغې په یاد د ماتم او غمرازۍ د ناستو او محفلونو جوړول که یوې خواته د اسلام د پیغمبر -صلی الله علیه و سلم- د ګران لمسی امام حسین -رضی الله عنه- او د هغه د یارانو د شهادت له امله درنه او د یادولو وړ ده، بل اړخ ته دا ټکی هم پکې مهم او د پاملرنې وړ دی چې امام حسین -رضی الله عنه- د څه لپاره او ولې په دغه ورځ د یزید د لښکریانو په وړاندې پاڅون وکړ او د دې پرځای چې د خپل کور په یوه خونه کې د آرام او سوکاله ژوند درلودل غوره وګڼی، د اسلامی اصولو څخه د انحراف د مخنیوی په موخه را پاڅېد، خپل ځان، د کورنۍ غړی او نژدې یاران یې قربان کړل خو د یزید خپل سری او له اسلامی اصولو څخه انحراف ته تسلیم نشو.

د عاشورا او کربلا غمجنه پېښه چې تر ننه یې د نړۍ په هر ګوټ کې مسلمانان یادوی او د دې ورځې یاد او خاطره په بېلابېلو ډولونو لمانځی، لدې امله را منځ ته شوه چې یزید او پلویانو یې د مسلمانانو د مسؤولیت او امامت لپاره له هغه وضعه کړای شوی اصول او قواعد تر پښولاندې کړل او له هغې یې سرغړونه پیل کړه چې د اسلام مقدس دین او ستر پیغمبر -صلی الله علیه و سلم- غوره کړی وو او د رسول الله او د هغه د پیاوړیو څلور واړو خلیفه ګانو په عصر کې پلی کېدل او د اسلام سپېڅلی دین د هغې عملی کېدو لارښوونه کړې وه.

حضرت حسین -رضی الله عنه-، د هغه ملګرو او د کورنۍ غړیو یې د راحت او سوکاله ژوند د غوره کولو پر ځای، د یزید د مطلقه او یکه تازې واکمنۍ پر خلاف قیام او پاڅون غوره وګڼلو او پدې توګه یې تر ځان وروسته نسلونو ته دا څرګند پیغام پرېښود چې د اسلام سپېڅلی دین او د ده د محترم نیکه حضرت محمد -صلی الله علیه و سلم- له خوا راوړل شوی شریعت تر پښو لاندی کېدل نشی زغمل کېدای او کله چې یزید او یزیدیان له اسلامی اصولو څخه په سرغړاوی سره د خپل سری او ځان غوښتنې بنسټ ږدی نو باید په وړاندې یې ودرېږو.

دا چې په کربلا کې د حضرت حسین او د هغه د پلویانو د پاڅون په وړاندې د یزید لښکریانو څه وکړل او د کربلا جګړه څه ډول پیل او څه ډول پای ته ورسیده، اوږد داستان دی، خو هغه پیغام چې پرون د کربلا په میدان کې حضرت حسین او د هغه یارانو د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره زمونږ د نن ورځې مسلمانانو ته برېښود، هغه دا دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې او د قیامت تر ورځې پورې، هم یزید شته چې له اسلام او اسلامی اصولو انحراف او سرغړونه وکړی او هم د کربلا میدان شته چې له خپل سر او مال نه تېر څو تنه مسلمانان د ظلم او خپل سریو په وړاندې ودرېږی او د دغه خپل سریو او ځان غوښتنو په وړاندې له اسلامی اصولو او ارزښتونو دفاع وکړی.

لکه چې ګورو نن د اسلامی نړۍ په هر ګوټ کې د کربلا میدان جوړ شوی او نن د یوویشتمې پېړۍ مسلمانان هم د اسلام د ستر پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- د ګران لمسی او ملګرو په دود یې د اسلامی ارزښتنو او اسلامی اقدارو څخه د خپل سر او مال په نذرانه کولو دفاع کوی او پدې لار کې ځان قربانوی.

نن هم لکه چې ګورو د اسلامی نړۍ په هر ګوټ کې د کربلا میدان جوړ دی او نن هم د نړۍ طاغوتی واکمن د یزید په پیروۍ، د مظلومو مسلمانانو په وینو خپل لاسونه سره کوی او نن که د ساینس او ټکنالوژۍ په پرمختګ سره که د کربلا د میدان بڼه بدله شوې هم ده، خو بیا هم د مسلمانانو د عامه وژنې لړۍ هماغسې روانه ده او نن هم د کربلا د میدان په څېر د مسلمانانو د وینو لښتی بهیږی.

خو دا هم باید په یاد ولرو چې د نن ورځې پدې بدلو حالاتو او شرایطو کې هم لا د حضرت حسین -رضی الله عنه- پیروان شته او د یو ویشتمې پېړۍ یزید او یزیدیانو د ځان غوښتنې او قتل عام په وړاندې یې سینې سپر کړی او د خپلو وینو په نذرانه کولو سره له اسلام او اسلامی ارزښتونو څخه د دفاع کلک هوډ لری.و السلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.