کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار په مرکز جلال آباد، سره رود، بټی کوټ او بهسودو ولسوالیو کې د تېرې ورځې سختو اورښتونو او طوفان خلکو ته درانه مالی او ځانی زیانونه اړولی.
دغو پېښو کې تر دا مهاله د شهیدانو رسمی شمېر ۴۰ تنو ته لوړ شوی دی.
مسوولین وایی، چې د ټپیانو شمېر هم له ۳ سوو څخه پورته دی.
د ننګرهار مرستیال والی د زیانمن شویو سیمو څخه د لیدنې پرمهال ویلی، چې په عاجله توګه به د هرې زیانمنې کورنۍ سره ټولې اړینې مرستې ترسره شی.
زیانمن شوی خلک بیا له مسوولینو څخه لا نورو لازمو مرستو غوښتونکی دی.
د مسوولینو په وینا د ځانی تلفاتو ترڅنګ یاد طوفان او اورښتونو په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او د ۵ سوه استوګنیزو کورونو د نړېدو ترڅنګ یې د ۳ سوه عددو په شاوخوا کې د برېښنا لویې او وړې پایې هم نړولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ