سوریه کې د نوی پارلمان د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې خلکو د دوشنبې په ورځ له ټاکلی وخت سره سم د ولسی جرګې د نویو غړو لپاره رایه اچونه پیل کړه.

د خبر پر بنسټ ځایی خلکو ویلی، چې دا ټاکنې به د سیاسی او اقتصادی بدلونونو لامل شی او له اوږدې جګړې وروسته به د هېواد په بیارغونه کې مرسته وکړی.

سوریه په تیرو څو کلونو کې د جګړو له امله سخته اغېزمنه شوې ده او دغه راز د لوېدیځ د یو لړ بندیزونو له امله دغه هېواد اوس مهال ډېر منزوی شوی دی، چې دې چارې د سوریې اقتصادی وضعیت نور هم خراب کړی.

په سوریه کې له دیارلس کلنې کورنۍ جګړې وروسته د دغه هېواد د حکومت د سوریې یو شمېر برخې له لاسه ووتلې او اوس مهال د سوریې په شمال لویدیځ ادلیب ولایت کې د ۲۰۲۰ کال اوربند د جګړې شدت کم کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.