کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اداری مرستیال مولوی عـ.ـبدالـ.ـسلام حـ.ـنفی په مشرۍ د احتکار مخنیوی او له کروندګرو د غنمو پېر او له مېوه جاتو د استفادې رایجولو په اړه د ټاکل شوی پلاوی غونډه ترسره شوه.
د خبر پر بنسټ په دې غونډه کې د هېواد د مېوه جاتو او کرنیزو محصولاتو د استفادې رایجولو پر څرنګوالی، د کرنی سکټور پر پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو له اړخه د ځان بسیاینې د لارو چارو پر ایجاد هم بحث شوی دی.
غونډه کې همداراز له هېواده بهر د کرنیزو محصولاتو او مېوه جاتو د صادراتی برخو پر پراختیا، بڼوالو ته د کورنی او بهرنی بازار موندنې اسانتیاوو برابرولو، د احتکار مخنیوی په موخه د زرګونه ټڼه غنمو پېر هم د غونډې د بحث موضوع وه.
د دې ترڅنګ د کروندګرو هڅونه او ملاتړ، بازار ته د پېرل شویو غمنو د غوره ساتنې څرنګوالی بله هغه موضوع وه، چې دې غونډه کې پرې بحث او خبرې شوې دی.
غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ترجیحی تعرفو په اړه د خبرو ترڅنګ د ذکر شویو مواردو په اړه لازمې پرېکړې هم شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ