کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک سرپرست رییس په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی له ځانګړې استازې او د یونما له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د مالی خدمتونو د پراختیا په تړاو خبرې شوې دی.
د افغانستان بانک سرپرست رییس د اسلامی بانکوالۍ پراختیا د اوسنی عصر اړتیا بللې او په دې برخه کې یې د اسلامی بانکوالۍ د مخکښو هېوادونو او موسساتو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ ویلی، چې د افغانستان بانک ژمن دی، چې دې برخې ته پراختیا ورکړی او په هېواد کې پر شرعی اصولو د ولاړو مالی او بانکی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړی.
په ورته مهال روزا اوتونبایوا هم د مالی خدمتونو د پراختیا، اسلامی بانکوالۍ له مخکښو بنسټونو سره د اړیکو رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او دا برخه یې د افغانستان د خلکو لپاره د ارزښتمنه بللې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ