خېبر پښتونخوا کې پر یوه روغتون د برید له امله اووه تنه وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د خېبر پښتونخوا دېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې پر یوه روغتون د شوی برید له امله د دوو پوځیانو په ګډون اووه تنه وژل شوی.

د خبرپاڼې له مخې دغه برید د خېبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړونده سیمې کې پرون ناوخته شوی او وسلوالو د یوه روغتیایی مرکز کارکوونکی په نښه کړی دی.

پاکستانی پوځ ویلی، امنیتی ځواکونو په ځوابی برید کې درې تنه وسلوال له منځه وړی، خو د دوی دوه تنه سرتېری هم ووژل شول.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پوځی سرچینو له قوله ویلی، په برید کې ټول ټال اووه کسه وژل شوی، چې دوه تنه یې د دغه روغتیایی مرکز ښځینه کارکوونکې، دوه ماشومان، یو تن یې د مرکز ساتونکی او دوه تنه نور یې پوځیان وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.