کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټبال فدراسیون مسوولینو ویلی، چې د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ به سبا د جمعې په ورځ پیل شی.
د خبر پر بنسټ دغه لوبې به د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په جمنازیوم کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون ترسره شی.
د فوټبال فدراسیون د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې، د دې لیګ په لومړی ګروپ کې شمس، اریا فورس، زیتون، اتحاد هرات، برادران خواجه زاده او په دوهم ګروپ کې ظاهر اسد، صداقت، جوانان میهن، سعادت نیمروز او پنجشیر لوبډل یو له بل سره مخامخ شی.
د افغانستان د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ سږکال په داسې حال کې ترسره کیږی، چې د افغانستان فوټسال ملی لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته هم لار موندلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ